1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يوه کښتۍ کې ۶۰ مهاجر له لوږي او تندې مړه شوي

۱۴۰۲ اسفند ۲۵, جمعه

کښتۍ د اروپا پر لور روانه شوې وه چې ماشین یې خراب شو او پکې له سپرو کسانو څخه لږ تر لږه شپېته کسان مړه شوي دي. د رپوټونو په حواله دغه کسان د ډوبیدو نه، بلکې د لوږې او تندې له کبله مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4dbr5
Sfax, Tunesien  | Asylreform in der EU
آرشیف انځور: هر کال په زرګونو افریقایان د مدیترانې مسیر له لارې اروپا ته د ځان رسولو کوښښ کويانځور: Hasan Mrad/ZUMA Wire/IMAGO

په مدیترانې سمندر کې د مهاجرو د لیږدونکي یوې کښتۍ د انجن یا ماشین خراب شوی او ۶۰ کسان پکښې مړه شوي دي. په دې کښتۍ کې ژغورل شوو کسانو چې شمیر یې ۲۵ ته رسیږي، ویلي دي چې په کښتۍ کې د سپرو کسانو له ډلې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۰ پناه غوښتونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په مدیترانې کې د بشري مرستو ادارې «SOS Mediterranee» پورې اړوندې کښتۍ «Ocean Viking»  ویلي دي چې د دغې کښتۍ ۲۵ سپاره یې ژغورلي دي چې له څو ورځو راهیسې بې له مرستې په سمندر کې ول.

ژغورل شوو کسانو مرستندویانو ته ویلي دي چې دوی څو ورځې مخکې د لیبیا له ساحل «زاویه» څخه د اروپا پر لور را روان شوي ول. د دوی په خبره له روانیدو دری ورځې وروسته د کښتۍ انجن خراب شو او په کښتۍ کي خواړه او اوبه نه وې.

ژغورونکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې یوه ورځ مخکې یې د ایټاليا له ساحلي ګارد سره په ګډه ۲۵ کسان په ډير «نازک وضعیت» وژغورل. د دوی په وینا له کښتۍ څخه دوه يې چې بې هوښه ول د څرخي الوتکې په وسیله یې سیسیلي ټاپو ته ورسول، خو وروسته بیا هغوی مړه شول.

په مدیترانې کې د بشري مرستو ادارې په ایکس شبکه کې لیکلي دي: «له ژغورل کیدو اووه ورځې مخکې دوی د لیبیا د زاویه ساحلي ښار څخه را روان شوي ول.» ژغورل شوي کسان چې ټول یې نارينه دي د سینیګال، مالي او ګامبیا افریقایي هیوادونو پورې اړه لري.

د م. م د «کډوالۍ نړیوال تړون» به د مهاجرت ستونزې حل کړي؟

د ژغورنې کښتۍ د پرسونل یوه غړي وویل: «یو داسې سړی مې ولید چې ښځه او یو نیم کلن ماشوم یې په لاره کې مړه شوي ول. ماشوم یې په همهغه لومړۍ ورځ مړ شوی وو، په داسې حال کې چې ښځه یې یا د ماشوم مور په څلورمه ورځ مړه شوې وه. دوی د سینیګال هیواد اتباع ول چې د څه باندې دوو کلونو راهیسې په لیبیا کې اوسیدل.»

ملګرو ملتونو پر دغې پيښې خواشيني ښودلې ده

د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ایم) پر دې پیښې خواشیني څرګنده کړې ده. (آی او ایم) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي: «د سمندري ګزمې د پیاوړې کولو او د داسې پيښو د مخنیوي په خاطر بیړنیو اقداماتو ته سخته اړتیا ده.»

د ایټالیا په ګډون د اروپایي اتحادیي یو شمیر نور هیوادونه له شمالي افریقا څخه د راتلونکو مهاجرو د شمیر کمولو کوښښ کوي.

دوی د لیبیا او تونس له ساحلونو څخه د پناه غوښتونکو له روانیدو دمخه، د هغوی د مخنوي په خاطر دغو هیوادونو ته پيسې او وسایل هم په اختیار کې ورکوي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت په حواله په روان میلادي کال کې تر اوسه پورې ۵۹۶۸ پناه غوښتونکي د سمندر له لارې ایټالیا ته رسیدلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۳م کال کې په همدې موده کې ۱۹۹۳۷ کسان ایټالیا ته رسیدلي ول.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب