1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه وايي تېر کال د کډوالو له پاره خونړی وو

۱۴۰۲ اسفند ۱۷, پنجشنبه

په تېر ميلادي کال کې د مړه شويو کډوالو شمير د ۲۰۲۲م کال په پرتله شل سلنه لوړ وو. له شمالي افریقا څخه اروپا ته د مديترانې سمندرګی لاره د کډوالو له پاره تر ټولو خطرناک لاره ثابته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4dFcQ
 په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ پر لاره لږ تر لږه ۸ زره او ۵۶۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ پر لاره لږ تر لږه ۸ زره او ۵۶۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.انځور: Maria Alejandra Cardona/REUTERS

ملګرو ملتونو ويلي دي چې تېر ميلادي کال له ۲۰۱۴م کال راهېسې د مهاجرو له پاره تر ټولو خونړی کال وو او په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ پر لاره لږ تر لږه ۸ زره او ۵۶۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) په دې تړاو د چهار شنبې په ورځ د يوه رپوټ په نشرولو سره ويلي دي چې د «۲۰۲۲م کال په پرتله په ۲۰۲۳م کال کې د مهاجرت پر لار د مړو شويو کسانو په شمیر کې ۲۰ سلنه زیاتوالی د دې د شدت د بيانولو ترڅنګ د نورو ژوندونو د ضايع کيدو د مخنيوي له پاره د چټکو ګامونو د پورته کولو اړتيا هم روښانه کوي.»

دې سازمان د «لادرکه شويو کډوالو» په نوم پروژه په ټوله نړۍ کې د کډوالو د مړينو او لادرکه کيدو په اړه ارقام مستند کوي.

په بلجیم کې د سړک پر سر اوسیدونکي مهاجر

د مهاجرت نړيوال سازمان مرستيال مشر يوګوشي ډينيلز، په يوه اعلاميه کې وويل: «د لادرکه شویو کډوالو د پروژې له لارې راټول شوي دا بوږنوونکي ارقام د دې یادونه کوي چې موږ تر ډېره د داسې اقداماتو د پورته کولو هوډ بايد وکړو چې د ټولو له پاره خوندي لارې یقيني کړای شي څو لس کاله وروسته خلک مجبور نه شي د يوه ښه ځای په لټه کې خپل ژوند په خطر کې واچوي.»

کډوال د خطرناکو لارو انتخابولو ته مجبوره کيږي

په تېر ميلادي کال کې د مړه شويو کډوالو شمير په ۲۰۱۶م کال کې د مړو شويو تر شمېر يعني ۸ زره او ۸۴ کسانو څخه هم ډېر وو.

د مهاجرت نړيوال سازمان وايي چې د خوندي او منظمو لارو کمښت په زرونو کسان دې ته مجبوروي چې د هجرت له پاره خطرناکې لارې غوره کړي.

د کډوالو له پاره تر ټولو خطرناکه لاره د مديترانې سمندرګي لاره ده چېرې په ۲۰۲۳م کال کې لږ تر لږه ۳ زره ۱۲۹ کسانو هغه وخت ژوند له لاسه ورکړی دی چې له شمالي افريقا څخه یې اروپا ته د رسېدو هڅه کوله.

د مهاجرت نړيوال سازمان وايي چې د خوندي او منظمو لارو کمښت په زرونو کسان دې ته مجبوروي چې د هجرت له پاره خطرناکې لارې غوره کړي.
د مهاجرت نړيوال سازمان وايي چې د خوندي او منظمو لارو کمښت په زرونو کسان دې ته مجبوروي چې د هجرت له پاره خطرناکې لارې غوره کړي.انځور: Arnulfo Franco/AP/picture alliance

تر ۲۰۱۷م کال وروسته دا پر دې لاره د مړو شويو تر ټولو لوړ شمېر دی.

په ۲۰۲۳م کال کې په ټوله افريقا کې ۱۸۶۶ او په آسيا کې ۲،۱۳۸ کډوالو ژوند له لاسه ورکړی دی.

په افريقا کې زیاترو کډوالو د افريقا صحرا او د هسپانيا د قناري ټاپوګانو په سمندري لاره کې ژوند له لاسه ورکړی دی. بل لوري ته په اسيا کې ډېر د روهنګيا پناه غوښتونکو او همدا راز افغان کډوالو ژوند له لاسه ورکړی دی. 

په رپوټ کې ويل شوي دي چې په ۲۰۲۳م کال کې د مړو شويو کډوالو تر نیمایي زياتو د مړينې علت ډوبيدل وو. ۹ سلنه مرګونه د ترافيکي پېښو او ۷ سلنه د زورزياتي له وجې وو.

په روان کال کې تر اوسه ۵۱۲ کډوالو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

په پاکستان کې د کډوالو ناخواله وضعیت

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب