1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
بشري حقونهایټالیا

ایټالیا ته د مهاجرو ورتگ یو وار بیا ریکارډ مات کړ

۱۴۰۲ مرداد ۲۶, پنجشنبه

د روان میلادي کال د پیل راهیسې نيږدې ۱۰۰ زره مهاجرو د مدیترانې له لارې ځانونه ایټالیا ته رسولي دي. دا شمیر د هغو غیر قانوني مهاجرو په پرتله چې تیر کال په ورته موده کې ایټالیې ته رسیدلي ول، دوه برابره زيات دی.

https://p.dw.com/p/4VGPv
Migration Mittelmeer | Spanische NGO Open Arms
انځور: Joan Mateu Parra/AP Pphoto/picture alliance

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ (د اگست میاشتې ۱۶ نیټه) د مدیترانې سمندر له مسیر څخه دغه هیواد ته په غیر قانوني ډول د ورغلو کډوالو تازه ارقام خپاره کړل.

د رپوټونو په حواله دغه شمیر د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې تر ۱۰۱ زرو لږ کم دی چې د مدیترانې له لارې یې د کوچنیو کښتیو په وسیله ځانونه ایټالیا ته رسولي دي.

د هغو مهاجرو شمیر چې په همدې زماني موده کې په ۲۰۲۲م کال کې ایټالیا ته رسیدلي ول د دې تر نیمایې هم لږ یعنې ۴۹۲۹۵ وو. په روان کال کې د پناه غوښتونکو له ډلې څخه تر ۱۰ زرو ډیر یې تنکي ځوانان او بې سرپرسته ماشومان ول.

د مدیترانې سمندر هغه مسیر دی چې اروپا ته په غیر قانوني ډول د ځان رسولو هڅه کوونکو مهاجرو تگ پرې ډیر دی او تر ټولو خطرناکه لاره ده چې هر کال په سلگونو قربانیان اخلي.

د قرباني شوو ماشومانو شمیر دوه برابره شوی

د ملگرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) په یوه رپوټ کې ویلي دي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۸۹ ماشومانو او تنکیو ځوانانو اروپا ته د رسیدو په هڅه کې د مدیترانې په سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت وایي چې دمدیترانې سمندر له لارې دغه هیواد ته د غیر قانوني مهاجرو ورتگ له ۲۰۱۷م کال راهيسي تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی او د دې لړۍ د دوام په صورت کې به د ۲۰۱۶م کال ریکارډ مات شي. په هغه وخت کې د مهاجرو شمیر شاوخوا ۱۸۱ زره ول.

ایټالیا کې د بیړني وضعیت اعلان

څه موده مخکې ایټاليا په بې سارې ډول د غیر قانوني مهاجرو د ورتگ بهیر په پام کې نیولو سره بیړنی وضعیت اعلان کړ او له اروپایي اتحادیي څخه یې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

 د دغه هیواد لومړي وزیر جورجیا ملوني، د اروپایي اتحادیي له غړو هیوادونو څخه وغوښتل چې د مهاجرو ستونزې د حل له پاره دې له دغه هیواد سره لا زیاتې مرستې وکړي.

د ملگرو ملتونو سازمان د اټکل له مخې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې لږ تر لږه ۱۸۷۴ پناه غوښتونکو په مدیترانې سمندر کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

گانا، عاج ساحل، مصر او تونس د مهاجرو هغه اصلي مبدا هیوادونه شمیرل کیږي چې یو شمیر اوسیدونکي یي د کوچنیو کښتیو په وسیله د مدتیرانې سمندر له لارې ځانونه د اروپا خاورې ته د رسولو کوښښ کوي.

اروپايي اتحادیه د مدیترانې سمندر له لارې په غیر قانوني ډول د مهاجرو د ورتگ بهیر د محدودولو په خاطر کوښښ کوي د افریقایي هیوادونو همکاري را جلبه کړي.

مرستندویه بنسټونه وایي چې د روان م کال له پیل راهیسې نږدې ۲۱۰۰ تنه مهاجر په مدیترانې سمندر کې لادرکه شوي چې گمان کیږي مړه به وي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب