1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

ولې د ایټالیا په اوبو کې د یوې کښتۍ کپتان د خطر زنګ ووهه؟

۱۴۰۲ خرداد ۲۱, یکشنبه

ايټالوي ځانګړي ځواکونه د هوا له لارې يوې باروړونکې کښتۍ ته ښکته شول، وروسته له دې چې د غيرقانوني مسافرو له کبله يې کپتان په بېړني ډول پوليسو ته زنګ وهلی و. په دغه کښتۍ کې ۱۵ تنه کډوال پټ شوي ول.

https://p.dw.com/p/4SRgy
EU Militäroperation Sophia im Mittelmeer Boote der italienischen Marine
انځور: picture-alliance/dpa/G. Lami

د سمندري ځواکونو په بدرګې سره د »ګالاتا سي وايز« په نوم کښتۍ د جمعې په ماښام د ايټاليې ناپولي ښار ته لاره بدله کړه چېرته چې پوليسو ۱۵ تنه په باروړونکې کښتۍ کې پټ شوي مهاجر وموندل. دغه خبره له هغه رپوټ څخه څرګنديږي چې د ايټاليې د دفاع وزير ګيدو کروسېتو د يکشنبې په ورځ په ټويټر کې خپور کړ.

ایټالیا د مهاجرو زیاتیدو له کبله بېړنی حالت اعلان کړی

د پخوانیو راپورونو خلاف د ترکيې تر بيرغ لاندې چلېدونکې دغه کښتۍ د کډوالو له خوا په زوره نه وه نيول شوې. د اوسنيو پلټنو له مخې يې کپتان د خطر زنګ وواهه ځکه چې د هغه په اند په کښتۍ کې پټ شوي کډوال خطرناک ول. د درو تنو پر ضد وروسته حقوقي دعوا هم وشوه، ځکه چې چاقوګان او د غالۍ چړې يې له ځان سره لرلې. خو هيڅوک بندي نه، بلکې ټول مهاجر د کډوالو کمپونه ته ولېږل شول. دوه ښځې چې يوه يې ميندواره وه، روغتون ته انتقال شوې.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

د اوونۍ په پای کې داسې ګنګوسې او خبرونه هم خپاره شوي ول چې له افغانستان، سوريې او عراق څخه راغلو دغو مهاجرو ګوندې د کښتۍ عملې ته ګواښ کړی او د کښتۍ لوري ته يې هم بدلون ورکړی و.

المان په ایټالیا کې د ډوبې شوې کښتۍ ۳۲ ژغورل شوي مهاجر مني

کروسېتو خپله هم په ټويټر کې ليکلي وو چې »يرغمل نيونکي« ونيول شول. د شنبې په ماښام د »ګالاتا سي وايز«  کښتۍ د ايټاليې له جنوبي ښار ناپولي څخه د فرانسې د سويل په لور خپل اصلي لوری تعقيب او خپل سفر ته دوام ورکړ.

آژانسونه: ن.ص/ ش.ن