1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هسپانیا

په یوه ورځ کې تر زرو ډیر مهاجر قناري ټاپوګانو ته رسیدلي

۱۴۰۲ مهر ۳۰, یکشنبه

په پرله پسې ډول د مهاجرو ډیرې کښتۍ د قناري ټاپوګانو ته ورځي. یوازې په یوه ورځ کې یعنې د شنبې په ورځ تر ۱۰۰۰ ډیر مهاجر د هسپانیې دغو ټاپوګانو ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/4Xrzk
Migranten erreichen die Kanaren
انځور: IMAGO/ABACAPRESS

د سره صلیب نړیوالې کمیټې په حواله د شنبې (د اکتوبر میاشتې ۲۱ نیټه) په ورځ یوازې د هیرو ټاپو ته په یوې لرګينې کښتۍ کې ۷۸۳ تنه پناه غوښتونکي رسیدلي دي. په دې لرګينې کښتۍ کې د رسیدلو مهاجرو شمیر یو نوی ریکورډ جوړ کړی دی. 

تر دې مخکنې ریکورډ د یوې بلې کښتۍ وو چې د اکتوبر میاشتې په ۳ نیټه له ۲۷۱ کسانو سره د اِل هیرو ټاپو ته رسیدلې وه.

۹۸ نوي مهاجر د شنبې په ورځ تینیریفه او ۱۵۰ نور بیا ګران کاناریا، ته رسیدلي دي. د جنوري له لومړۍ نیټې څخه د اکتوبر تر ۱۵ پورې د قناري ټاپوګانو ته ۲۳۵۳۷ تنه مهاجر رسیدلي دي چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۸۰ سلنه زیاتوالی ښيې.

د اتلانتیک ۷ ټاپوګان د سینیګال او نورو افریقایي هیوادونو د مهاجرو په اصلي هدف بدل شوی، کوم چې هڅه کوي ځانونه هسپانیا ته ورسوي. نور مهاجر کوښښ کوي چې له مدیترانې بحیرې څخه په تیریدو ځانونه د هسپانیې خاورې ته ورسوي.

په سپټمبر، اکتوبر او ځینې وختونه په نومبر میاشتو کې په سمندر کې معتدل او آرام آب و هوا د دې باعث ګرځي چې د مهاجرو شمیر لوړ شي.

د اروپا د باندنیو سرحدونو د حفاظت آژانس «فرونټکس» په حواله په سینیګال کې سیاسي بې ثباتي د دې سبب شوی دی چې ډیر شمیر اتباع یې د لویدیځ افریقا د مسیر له لارې دغه هیواد ترک کړي.

هسپانیې په روان کال کې دغه هیواد ته د غیر قانوني مهاجرو شمیر د زیاتیدو په اړه انديښنه ښودلې وه. دغه اروپایي هیواد لادمخه ویلي وو چې د اروپايي اتحادیي د غړو هیوادونو له مرستې پرته نه شي کولی په یوازیتوب له دې وضعیت سره مقابله وکړي.

د قناري ټاپوګانو ته د اتلانتیک سمندر لار چې معمولاً د جنوب صحرایي هیوادونو د مهاجرو له خوا کارول کیږي، د نړۍ دمهاجرت له تر ټولو خطرناکو مسیرونو څخه شمیرل کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب