1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

له اروپا څخه بریتانیا ته د غیر قانوني مهاجرو ورتګ کم شوی

۱۴۰۲ دی ۲۳, شنبه

د بریتانوي حکومت په حواله په ۲۰۲۳م کال کې له اروپا څخه د انګلیس کانال له لارې دغه هیواد ته نږدې ۳۰ زره پناغوښتونکي ورغلي دي. د حکومتي شمیرو له مخې دا د ۲۰۲۲م کال په پرتله له یوه پر دریمې برخې هم کموالی ښيې.

https://p.dw.com/p/4bCFM
Uk Migranten überqueren Ärmelkanal
آرشیف انځور: یو شمیر پناغوښتونکي د انګلیس کانال له لارې بریتانیې اوښتي ديانځور: Gareth Fuller/PA/picture alliance

د بریتانوي حکومت له خوا د خپرو شوو تازه شمیرو له مخې په ۲۰۲۳م کال کې د کوچنیو کښتیو په وسیله دغه هیواد ته د وراتلونکو پنا غوښتونکو په شمیر کې ۳۶ سلنه کمښت راغلی دی.

په ۲۰۲۲م کال کې د ریکارډ په کچه یعنې ۴۵ زره پناغوښتونکي د انګلیس کانال له لارې د کښتیو په وسیله بریتانیې ته اوښتي ول. د بریتانیې لومړي وزیر رشي سناک ژمنه کړې وه چې په غیر قانوني ډول د ورتلونکو مهاجرو کښتیو مخه به نیسي.

انګلیس کانال چې په نړیواله کچه یوه له تر ټولو مصروفو سمندري لارو څخه شمیرل کیږي، د پناغوښتونکو دغه خطرناک سفر له سیاسي پلوه د بریتانیې د محافظه حکومت له پاره پر یوه درد سر بدل شوی دی.

په ۲۰۲۳م کال کې د رشي سناک له پنځو مهمو ژمنو څخه یوه هم بریتانیې ته د پناغوښتونکو د ورتګ په بهیر د کمښت راوستل وو. همدا موضوع سږ کال د بریتانیا په عمومي ټاکنو کې د هغه د ګوند په تاوان تمامیدلی شي. 

بریتانیا ولې افغان کډوال له لندنه بلې سیمې ته انتقالوي؟

د بریتانیې حکومت د کوچنیو کښتیو په وسیله په غیر قانوني ډول د ورتلونکو مهاجرو د مخنیوي په خاطرله فرانسې او البانیې سره جلا جلا تړونونه کړي دي. د بریتانیې د لومړي وزیر د دفتر په حواله په ۲۰۲۳م کال کې تر ۲۴ زرو ډیر کسان اخراج کړای شوي او تر څنګ یې ۲۴۶ تنه د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.

د حکومت له خوا د پنا غوښتنې د هغو پناغوښتنلیکونو د ارزونې بهیر هم په ډیرې چټکۍ سره پر مخ روان دی چې د ۲۰۲۲م کال له جون میاشتې څخه مخکې وړاندې کړای شوي دي. سناک ویلي: «زه پر بریتانوي ولس د غیر قانوني مهاجرت بوج ختمولو ته ژمن یم.»

د اپوزیسیون نیوکه

خو مهم اپوزیسیون کارګر ګوند وایي چې رشي سناک د خپلې ژمنې په پوره کولو کې پاتې راغلی دی او د هغه د مهاجرت تګلاره د ګډوډۍ ښکار ده.

محافظه پاله سیاستوالو هیله درلوده چې نوموړی به ټول غیر قانوني مهاجر د سیاسي پناغوښتنې غوښتنلیک له وړاندې کولو څخه منع کړي او د دې ترڅنګ به ټول هغه پناغوښتونکي روانډا ته واستوي چې له کبله یې د انګلیس د کانال له لارې په غیر قانوني ډول دغه هیواد ته د پنا غوښتونکو د ورتګ د بهیر مخه ونیول شي. 

خو د بریتانیا د سترې محکمې له پریکړې وروسته، روانډا ته د غیر قانوني پناغوښتونکو د استولو تګلاره له ځنډ سره مخامخ شوې ده. محکمې ویلي دي چې روانډا ته د پنا غوښتونکو استول د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب