1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لندن غواړي نور ۱۰۰۰ مهاجر په بیړیو کی ځای پرځای کړي

۱۴۰۲ خرداد ۱۵, دوشنبه

پر نړیوالو انتقادونو سربیره بریتانیا غواړي لا زیات انسانان په مؤقتي ډول په باروړونکو کښتیو کې ځای پرځای کړي.

https://p.dw.com/p/4SDHi
Großbritannien Protest gegen die Abschiebung von Geflüchteten zurück nach Ruanda
انځور: Niklas Halle'n/AFP/ Getty Images

ددغه هیواد محافظه کاره صدراعظم ریشي سوناک د دوشنبې په ورځ په دوفیر کې اعلان وکړ چې دوې نورې باروړونکي بیړۍ به آماده کړي او هلته به په مجموعي ډول ۱۰۰۰ تنه انسانان ځای پرځای کړل شي.

 لومړنۍ دغه ډول بیړۍ به ډیر ژر د انگلستان په جنوبي ساحل، پورتلند کی لنگر واچوي. سوناک وویل:«حکومت په زړه ورتیا او هوډ سره کولای سي دغه ستونزه حل کړي. او موږ به ددغه کار له پاره له هر ډول وسیلې څخه چې زموږ په اختیار کی وي، استفاده وکړو».

 ځيني افغان مهاجر ولي له فرانسې څخه انگلستان ته ځي؟

د بریتانیا حکومت غواړي په دغه ډول سختو مقرراتو سره د غیرقانوني مهاجرو د راتگ مخنیوی وکړي. د منتقدینو په نظر دا کار د پناه غوښتنې له بندیز سره مساوي دی. د هغوی په خبره : دا په دې معنی ده چې هر هغه څوک چې د غیرقانوني لارو څخه بریتانیې ته راځي، باید ونیول سي او د امکان ترحده ژر ت رژر روواندا او یا هم کوم بل ډاډمن هیواد ته واستول سي، پرته له دې چې د هغه کډوالۍ حالت  په نظر کې ونیول سي.

بریتانیا ته د سمندري لارو مهاجرت د محدودولو نوې طرحه

سوناک گومان کاوه چی د په اصطلاح غیرقانوني مهاجرت په وړاندي د هغه پلان به عملي سي. د جنورۍ او می میاشتي ترمنځ له کلونو راهیسي د لومړي ځل له پاره د غیرقانوني مهاجرو شمیر راکم سوی دی. څارونکي دې خبري ته اشاره کوي چی دغه ډول کمښت ښایی د هوا د خرابوالي له امله وي او د دوبي په میاشتو کې ډیری کسان هڅه کوي چې له خطرناکو لارو څخه سفرونه کوي. په دې ترڅ کی د البانیا له هیواد سره د بیرته استول کیدو یو تړون رامنځته سوی دی. له هغه ځایه تیرکال تر ټولو زیات پناه غوښتونکي راغلي ول.

GP/BS/AG