1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفرانسه

پاریس: ۹ افغانان د انساني قاچاق په جرم په حبس محکوم شول

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳, یکشنبه

د پاریس محکمې ۹ افغانان د انساني قاچاق په جرم له ۱۸ میاشتو تر ۶ کلونو بند باندې محکوم کړل. پر دوی تور وو چې د مانش کانال له لارې ېې بریتانیا ته يو شمیر مهاجر انتقال کړي دي. دوی به د بند مودې تر تېرولو وروسته اخراجيږي.

https://p.dw.com/p/4QSJf
د آرشیف انځور
د آرشیف انځورانځور: fikmik/YAY Images/IMAGO

د فرانسې خبري آژانس (AFP) د رپوټ پر اساس، د انساني قاچاق په تور د دغو نهو افغانانو محکمه چې د اپرېل میاشتې په ۱۱مه پېل شوې وه، پای ته ورسېده چې په نتیجه کې ېې دغه افراد له ۱۸ میاشتو نېولې تر ۶ کاله بند سزا باندې محکوم شول. د محکمې په وینا، تورن کسان چې له ۲۱ تر ۳۹ کلونو پورې عمرونه لري، د ۲۰۲۱م کال په لومړيو درو میاشتو کې ېې ۵۳ افغان او ويتنامي مهاجر د مانش کانال له لارې بریتانیا ته انتقال کړي ول.

د محکمې د حکم له مخې، یو ۳۰ کلن افغان چې ويل کیږي په شبکه کې ېې له نورو غټ رول درلود، په ۶ کاله حبس او د ۳۰ زره یورو تحويلولو پر نغدي جریمه محکوم شوی دی. درې نور تورن کسان هر یو په پنځه کاله بند او د ۳۵ زره یورو نغدي جریمې پر ورکړې، محکوم شوي دي.

ورته لا ډير ولولئ: فرانسه او بریتانیا د مهاجرت په برخه کې کومې موافقې ته رسیدلي؟

دغه افراد به د بند مودو په تېرولو له فرانسې څخه اخراج او بیا به د دغه هیواد خاورې ته د داخلیدو له حق څخه بې برخې شي.

محکمې، نور تورن کسان چې په محکمه کې ېې حضور نه درلود، د دوهم درجه رول په درلودلو ېې د لنډو مودو پر زندان محکوم کړل.

دغو تورنو کسانو پسې څېړنې وروسته له هغې پیل شوې چې د ۲۰۲۰م کال په پيل کې د فرانسې-بریتانیا ګډې عملياتي ادارې د فرانسې په شمالي سواحلو کې په کراتو د قاچاقبرانو شبکې د یوه غړي تګ راتګ لیدلی وو. تر هغه وروسته د غیرقانوني مهاجرتونو او د بې اسناده مهاجرو د استخدام پر وړاندې د مبارزې ادارې، د دغې شبکې ټيلفوني مکالمې او بانکي راکړې ورکړې تر کنټرول لاندې راوستلې.

ورته لا ډير ولولئ: بریتانیا: په مانش کانال کې مړه شوو مهاجرو کې ښايي افغانان وي

د یوه تورن کس په خبره، تورنو کسانو به په کښتۍ کې د مهاجرو د انتقال پر وخت، یو مهاجر د کښتۍ د کپټان په توګه ټاکه او هغه کس به د پیسو له ورکړې پرته د مانش له کاناله هاخوا تېريده. یو بل مهاجر به بیا له کاناله د اوښتو پر مهال، د یو سمندري جي پي اس په ذریعه شبکې ته معلومات ورکول.

د محکمې په خبره، هر مهاجر به په کښتۍ کې د سپرېدو په بدل کې ۱۵۰۰ تر ۴۰۰۰ پورې ېورو ورکولې او تورنو قاچاقبرانو به له دې لارې د ۶۸ زرو تر ۱۸۰ زره يورو پورې په لاس راوړلې.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه دغه انځوريز البوم هم کتلئ شئ: