1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

بریتانیا ته د سمندري لارو مهاجرت د محدودولو نوې طرحه

۱۴۰۱ اسفند ۱۷, چهارشنبه

د بریتانيا لومړي وزیر رشي سوناک، دغه هیواد ته په غیر قانوني ډول د پناه غوښتونکو داخلیدو د مخنیوي په خاطر د یوه نوي قانونې طرحې د جوړولو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4ONgx
UK I Dover I Migration I Vier Tote nach Bootsunglück
انځور: Peter Nicholls/REUTERS

د بریتانيا حکومت د سه شنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۷ نیټه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په خطرناک او غیر قانوني ډول بریتانیا ته د داخلیدونکو او په دغه هیواد کې د پناه ترلاسه کولو خواهش لرونکو زرګونو بهرني اتباعو د مخنیوي په خاطر یي یوه نوې قانوني طرحه جوړه کړې ده.

بریتانیا: په مانش کانال کې مړه شوو مهاجرو کې ښايي افغانان وي

د لومړي وزیر رشي سوناک په حواله د دې پروګرام هدف په کوچنیو کښتیو کې د بریتانیا ساحلي سیمو ته د رسیدو او په دغه هیواد کې د پناه غوښتنلیک وړاندې کوونکو زرګونو بهرنیانو مخه نیول دي.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د سوناک پر پنځو کلیدي لومړيتوبونو ولاړه تګلاره کې، د کوچنیو کښتیو په وسیله د انګلیس کانال له لارې د بریتانيا ساحل ته د رسیدو مخنیوی هم ځای لري.

د رشي سوناک حکومت د داسې یوه اقدام پریکړه په داسې یو وخت کې کړې ده، چې د بریتانيا سویلي ساحلي سیمو ته په غیر قانوني ډول د رسیدونکو کسانو شمیر ډیر زیات شوی دی.

تیر کال ۴۵ زره پناه غوښتونکي د بریتانيا ساحلي سیمو ته رسیدلي ول. په دوی کې نږدې ۹۰ سلنه کسانو یي بیا د پناه غوښتنلیکونه ثبت کړي ول.

نوی قانون د کومو کسانو په هکله صدق کوي؟

د بریتانيا د حکومت له خوا په غیر قانوني ډول د راتلونکو مهاجرود مخنیوي په خاطر د دې نوي قانون جوړولو هدف په راتلونکي کې د ټولو داسې کسانو اخراجول دي، کوم چې په کوچنیو کښتیو کې ځانونه د بریتانيا ساحلي سیمو ته رسوي او بیا هلته د پناه ترلاسه کولو غوښتنلیک ورکولو هڅه کوي.

دا ډول پناه غوښتونکي به اخراج او یو دریم امن هیواد ته استول کیږي. په دې ارتباط د بریتانيا د لومړي وزیر یو مضمون د سه شنبې په ورځ په «دا سن» بریتانوي ورځپاڼه کې خپور شو.

تر ۱۶۰ ډیر کسان په انګلیس کانال کې له ډوبیدو ژغورل شوي

رشي سوناک ولیکل: «د کوچنیو کښتیو په وسیله بریتانيا ته رسیدونکي پناه غوښتونکي په مستقیم ډول له کوم جګړه ځپلي هیواد څخه نه راځي او نه هم د هغوی ژوند له ډیر خطر سره مخامخ وي. دا ډول کسان له انګلیس کانال څخه تر اوښتو مخکې له یو نه یو محفوظ اروپايي هیواد څخه بریتانیا ته رسیږي».

رشي سوناک زیاته کړې ده: «دغه مهاجر داسې کولی شي، یوازې دا حقیقت له دوی سره یو ډول بې عدالتي ده چې په قانوني لارو بریتانيا ته رسیږي. خو نور نو بس دی. دا قانون به داسې ټولو کسانو ته یوه واضح اشاره وي چې که تاسې په غیر قانوني ډول بریتانیا ته ننوځئ، نو ژر تر ژره به له هیواده و ایستل شئ».

د مهاجرت د کنترول موضوع یو له هغو مهمو ستونزو څخه ده چې د بریتانيا حکومت ورسره لاس او ګریوان دی. په ۲۰۲۲م کال کې په دغه هیواد کې نږدې ۷۵ زره کسانو د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز