1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبریتانیا

بریتانیا: په مانش کانال کې مړه شوو مهاجرو کې ښايي افغانان وي

۱۴۰۱ دی ۲, جمعه

بريتانیا وايي د مانش کانال په تراژيدۍ کې مړه شوي مهاجر ښايي افغانان او سينګاليان وي. په دغه کانال کې د دسمبر مياشتي په ۱۴مه د مهاجرو یوه کښتۍ له ستونزې سره مخ شوه چې په نتيجه کې ېې څلورو مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

https://p.dw.com/p/4LNL2
په انګليس کانال کې د دسمبر ۱۴مه د مهاجرو یوې کشتۍ تر ډوبېدو وروسته د پولیسو ځواکونه په دافور بندر کې - په پېښه کې څلور تنه مړه شوي ول
په انګليس کانال کې د دسمبر ۱۴مه د مهاجرو یوې کشتۍ تر ډوبېدو وروسته د پولیسو ځواکونه په دافور بندر کې - په پېښه کې څلور تنه مړه شوي ول انځور: Peter Nicholls/REUTERS

د انګلستان په جنوب ختیځ سیمه کینت کې د دغې پېښې په اړه د عدلي طب تحقیق کوونکې کترینا هيپبرن، د جمعې په ورځ وويل چې د څلورو مړه شوو مهاجرو هویت تر اوسه پورې ناڅرګند وو.

خو هغې د کينټ پولیسو له خوا د يو خپور شوي رپوټ په حواله وويل چې «ممکن» په دغو قربانيانو کې دوه ېې له سینګال او دوه ېې له افغانستان څخه وي.

زیاته شوې چې په دې هکله څېړنه، د پولیسو له خوا د لا ډيرو پلټنو په خاطر ځنډول شوې ده.

تر ۱۶۰ ډیر کسان په انګلیس کانال کې له ډوبیدو ژغورل شوي

د دغو مهاجرو ليږدونکې بادي کښتۍ په ډېره سړه هوا کې له ستونزې سره مخ شوې چې له پاره ېې د نجات په یوه ماموریت کې د بريتانیا ساحلي ساتونکو، نورو عاجلو مرسته کوونکو او په سیمه کې د کب نيونکو ېوې کښتۍ برخه اخیستلې وه. په عملیاتو کې ۳۹ تنه نور روغ رمټ ساحل ته وښکل شوي ول.

پولیسو د يکشنبې په ورځ ويلي ول چې ۱۹ کلن ابراهیم باه په نوم کس، بریتانيا ته د دغو کسانو د غیرقانوني انتقال مسئول دی.

فرانسې او بریتانيا د غیرقانوني مهاجرتونو د مخنيوي په موخه تړون لاسلیک کړی

یو کال مخکې هم په مانش کانال کې د مهاجرو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په ورته پېښه کې ۲۷ کسان مړه شول.

د بريتانيا حکومت ژمنه کړې ده چې دغه هیواد ته د مخ پر ډيریدونکي مهاجرتونو چې خلک ېې له پاره خپل ژوند په خطر کې اچوي، مخنیوی وکړي.

مانش کانال د نړۍ په سطحه په کښتۍ کې د غیرقانوني مهاجرتونو يوه تر ټولو مصروفه او وژنکې لار ګڼل کيږي.

له بریتانیا څخه د مهاجرو لومړۍ ډله روونډا هیواد ته استول کیږي

قضاتو د دوشنبې په ورځ په لندن کې حکم صادر کړ چې روانډا ته پر دغه لار د ټولو رسیدلو مهاجرو د ډيپورتولو جنجالي پلان، قانوني دی.

بریتانیا ته د مانش کانال له لارې مهاجرتونه د فرانسې له شمالي سواحلو څخه په کوچنیو کښتيو کې ترسره کيږي. سږکال پر دغه له ۴۵زرو ډیر خلک بریتانيا ته رسيدلي دي.

د مهاجرت پر موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب