1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ساپکو: د دوحې تړون او د ځواکونو اخراج د حکومت سقوط چټک کړ

۱۴۰۱ اسفند ۱۲, جمعه

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي څارونکي، ويلي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون او په تعقیب ېې د جمهور رئيس جو بایدن د ځواکونو د وتلو تصمیم، د افغانستان د پخواني حکومت سقوط چټک کړ.

https://p.dw.com/p/4OEHL
د آرشیف انځور - له افغانستانه  د امريکايي قواوو وتل
د آرشیف انځور - له افغانستانه د امريکايي قواوو وتلانځور: Brian Harris/Planet Pix/ZUMA/dpa/picture alliance

د آلمان د پارلمان کمېسیون چې له افغانستانه د ۲۰۲۱م کال د تخلېې پروسې د ارزونې له پاره جوړ شوی، د پنجشنبې په ورځ، د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د دوحې تړون د لاسلیک دريمې کلیزې په مناسبت یوه غونډه کې پر دغې موضوع بحث کړی دی.

جان ساپکو د افغانستان د بيارغونې په چارو کې د امريکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازې په توګه له کلونو راهیسې د افغانستان تحولات ارزولي دي. هغه او د دفتر رئيس ېې، ډيويډ يانګ، د افغانستان د پخواني حکومت د سقوط په اړه خپلې ارزونې له ياد آلماني کمېسیون سره شرېکې کړي دي.

ساپکو او يانګ ويلي دي چې دوو تحولاتو د افغانستان د پخواني حکومت سقوط چټک کړ، لومړی د دوحې تړون او ورپسې د جو بايدن له افغانستان څخه د امریکايي قواو د ايستلو تصمیم.

مرتبط:طالبانو د دوحې د موافقتنامې دریمه کلیزه ولمانځله

هغوې دې ټکې ته هم اشاره کړې ده چې د امریکا او طالبانو له مذاکراتو څخه د افغانستان د پخواني حکومت څنډې ته پرېښودل، د کابل حکومت تضعیف کړ او له بل لورې د دوحې تړون ډیر ضعیف وو چې په نتیجه کې ېې طالبانو ځان د جګړې ګټونکی تصور کاوه.

البته دغو کارپوهانو روښانه کړې ده چې که چېرته نړېواله ټولنه په افغانستان کې ډیر وخت پاته وای، متفاوته نتيجه نه ترلاسه کېده.

جان ساپکو وویل چې غرب د افغانستان د پوځ په ایجاد کې هم د تېروتنې مرتکب شوی وو: «موږ یو عصري اردو جوړ کړ او هغه مو په پرمختللې تکنالوژي تجهیز کړ، خو څنګه چې له بهره ملاتړ پای ته ورسېد، افغانانو ونشو کړای دغه سیستم حفظ کړي.»

مرتبط:طالبان: تېرو څلورو ورځو کې له ایرانه ۱۱زره افغانان راستانه شوي

ډیويډ یونګ په دغه غونډه کې وويل چې د غربي بنسټونو ضعف هم د افغانستان د پخواني حکومت په پاشل کېدو کې رول درولود. هغه وویل: «موږ داسې افراد هلته استولي ول او په کومو برخو کې چې ګومارل شوي ول، ورسره بلد نه ول. کله چې هغوی د تجربې په ترلاسه کولو پیل وکړ، موږ هغوی بېرته له افغانستانه راوغوښتل.»

د ناټو کارپوه، جان مانزه، په دغه غونډه کې د کابل د طالبانو تر تصرف څخه لږ مخکې پيښو په اړه معلومات ورکړل. هغه وويل چې هيڅکله ېې پر طالبانو باور نه درلود او طالبان صرف د ناټو وتلو ته په تمه ول تر څو دغه هیواد د پوځي لارې په خپل کنټرول کې راولي.

د هغه په خبره، يو شمیر غربي ديپلوماتان خوشبينه ول او فکر ېې کاوه چې د جو بایدن حکومت به د دونالد ټرمپ له حکومت څخه متفاوت موقف اختیار کړي. خو مانزا وویل چې له افغانستان څخه د اخراج وروستی تصمیم د ناټو تړون له خوا نیول شوی وو.

مرتبط:امریکايي رسنۍ: دوحه کې د امریکا او طالبانو استازو ملاقات کړی

یونګ د افغانستان يو «پخواني دود» ته اشاره وکړه چې په هغه کې په قدرت او یا د جنګ په جبهو کې د تغیراتو په رامنځ ته کولو سره، ډېر افراد خپل جهت ته تغییر ورکوي.

د هغه په خبره، طالبانو د دوحې تړون له سري یا پټو برخو څخه د رواني جګړې په توګه استفاده وکړه او سرتيري ېې متقاعد کړل چې د «لاسه وتلي یو هدف» له پاره د ځان په خطر کې اچولو پر ځای تسليم شي.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په لومړۍ نيمايي کې د دوهم ځل له پاره افغانستان تر خپل کنټرول لاندې راوست. هغوی له هغه وخت راهیسې، سیاسي مذاکراتو له پاره هيڅ ډول آمادګي نه ده ښودلې او د خپلو سیاسي مخالفو ډلو پر له پسې غوښتنې ېې هم یا نادېده نيولي او ېا ېې رد کړي دي.

مرتبط:سيګار: د افغان ځواکونو د سقوط لامل د دوحې تړون وو

دویچه ویله د/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: