1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيګار: د افغان ځواکونو د سقوط لامل د دوحې تړون وو

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۸, چهارشنبه

سيګار په يوه رپوټ کې ويلي دي چې د افغان پوځ د پاشل کيدو اساسي لامل له افغانستان څخه د دوحې تړون له مخي د بهرنيو ځواکونو او قرارداديانو ايستل وو.

https://p.dw.com/p/4BSqZ
Afghanistan | Konfliktregion in Nahost
انځور: Reza Shirmohammadi/AFP/ Getty Images

د افغانستان د بيارغونې د څار ځانګړې ادارې يا سيګار په دې رپوټ کې چې سه شنبه (۲۰۲۲م کال د می ۱۷مه نېټه) ماښام خپور شوی دی، راغلي دي چې د بهرنيو ځواکونو وتلو د افغان پوځ مورال «له منځ يووړ» چې د امريکا پر پوځي ملاتړ یې انحصار درلود.

په دې رپوټ کې ويل شوي: «سيګار موندلې ده چې د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې د افغانستان د ملي دفاع او امنيتي ځواکونو د پاشل کيدو يوازنی تر ټولو مهم لامل د بهرنیو ځواکونو او قرارداديانو د ايستلو پريکړه وه چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰م کال د فيبرورۍ مياشتي تړون په ترڅ کې شوې وه چې په دوحه کې د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ په دوره کې لاسليک شو او د جمهور رئیس جو بايدن له خوا عملي شو.»

د ولسمشر جو بایدن د جمهوري غوښتونکي سلف دونالد ترمپ په دوره کې، امريکا متحده ايالاتو له طالبانو سره يو تړون وکړ چې ټول امريکايي ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي.

د رپوټ په حواله د دې تړون تر لاسليکولو وروسته له افغان پوځ سره د امريکا پوځي مرسته راکمه شوه. په دې مرسته کې هوايي بريدونه هم شامل ول چې په ۲۰۲۰م کې ډېر راکم شول، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹م کال کې خپل اوج ته رسېدلي ول.

د افغانستان د بيارغونې له پاره د امريکا سرمفتش جان سوپکو په خپل دې رپوټ کې زياته کړې: «د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون تر امضاء کيدو وروسته د هوايي بريدونو په محدودېدو سره افغان امنيتي ځواکونو پر طالبانو هيڅ مهم برلاستوب ترلاسه نه کړ.»

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د افغانستان پخوانی حکومت په ډېره چټکۍ سره ړنګ کړ او تر هغه وروسته وروستي امريکايي ځواکونه هم له افغانستان څخه ووتل.

ولسمشر جو بايدن هغه وخت استدلال وکړ چې اړينه ده چې د افغانستان جګړه تر شلو کلونو وروسته پای ومومي چې له کبله یې  ډېرو امريکايانو ژوند له لاسه ورکړی، منابع له منځه وړل شوي او په دې ترڅ کې ډېر ستراتيژيکي لومړيتوبونه له پامه غورځول شوي.

Afghanistan Militär USA
د پخواني افغان ځواک الوتکهانځور: DW

جان سوپکو ويلي: «ډېر افغانان په دې آند دي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ تړون د بد نيتۍ يو عمل وو او د دې سګنال وو چې امريکا له افغانستان څخه د پښو سپکولو په ترڅ کې دغه هېواد خپل دښمن ته سپاري.»  نوموړی زياتوي: «دې کار د [افغان ځواکونو] پر مورال درامتيک اغیز وکړ.»

امريکايي چارواکو هم ويلي ول، هغوی هم د پوځ او حکومت دومره ژر سقوط حيران کړي ول او د دې زمينه یې برابره کړې وه چې د امريکا استخباراتي ادارې د دې څه په وړاندوينه کې د پاتې راتللو له کبله د امريکا د کانګرس له خوا د سختو نيوکو سره مخ شي.

سیګار تیر کال د افغان هوايي ځواک د پاشل کیدو خبرداری وکړی وو

د سيګار په دې تازه رپوټ کې ويل شوي چې په حقيقت کې پخواني افغان پوځ پر امريکايانو ډېره زياته تکيه کوله، په ځانګړي توګه پر هوايي بريدونو او په بيړنيو حالاتو کې پر تخلیې یې. همدا راز دغه پوځ  پر امريکايي قراردايانو هم د هوايي ځواک او نورو سيسټمونو د فعال ساتنې او ترميم په برخه کې ډېر متکي وو. ټول په دې باور لري چې د دوحې تړون د پخواني افغان پوځ په سقوط کې برخه لرله.

د سيګار په خپل رپوټ کې وايي چې د دوحې تړون افغان ولس او پوځ ته یې داسې يو احساس ورکړ چې هغوی ځانته پريښوول شول. رپوټ زياتوي چې د ترمپ ادارې د هوايي بريدونو د محدودولو پريکړه د دې لامل شوه چې افغان پوځ د طالبانو په مقابل کې هیڅ پرمختګ نه کاوه او هغوی یې بې مرستې پرېښوول.

د رپوټ په حواله په افغانستان کې يوه پخواني امريکايي قوماندان ويلي ول چې امريکا د افغانستان پوځ داسې جوړ کړی دی چې پر قرارداديانو متکي واوسي.

خو د سيګار په رپوټ کې دا هم ويل شوي چې د افغانستان پخواني حکومت او امريکا دواړو «په دغه جګړه ځپلي او بې وزله هېواد کې د بشپړ امنيتي سيکتور د رغولو په موخه د وخت او منابعو د غوره کولو له پاره سياسي اراده نه لرله.«

رپوټ زياتوي: «يوه اړخ هم داسې کومه سياسي ژمنتيا ونه ښووله چې هغې ورپيښو ننګونو ته ځواب ویلی وای.» په رپوټ کې راغلي دي چې د همدې څه په پايله کې افغان پوځ ونه شو کړای چې په مستقله توګه عمل وکړي او په يوه منسجم پوځ بدل شي.

ب. ص/ ن .ز (Reuters, AFP)