1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د دوحې د موافقتنامې دریمه کلیزه ولمانځله

۱۴۰۱ اسفند ۱۱, پنجشنبه

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د دوحې د موافقتنامې دریمه کلیزه ولمانځله او هغه یي د امریکا متحده ایالاتو او د دغه هیواد د محدینو پر وړاندې«ستره بریا» وبلله.

https://p.dw.com/p/4O9wW
Katar Unterzeichnung Abkommen USA mit Taliban
انځور: AFP/G. Cacace

د طالبانو مشرانو په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې د دوحې موافقتنامه د دغې ډلې د پوځي او سیاسي بریالیتوب نښه وه. نورالله نوري چې پخوا په ګوانتانامو کې بندي و او اوس د طالبانو حکومت د قبایلو او سرحداتو وزیر دی وویل چې دغه ډله په افغانستان کې د «نړیوالې جګړې» کټونکې ده.

امریکايي رسنۍ: دوحه کې د امریکا او طالبانو استازو ملاقات کړی

د دوحې موافقتنامه د ۲۰۲۰م کال د فیبرورۍ مياشتي پر ۲۹ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو چې له افغانستان څخه يي د ناټو ځواکونو وتلو ته زمينه مساعده کړه. طالبانو په دې موافقتنامه کې ژمنه وکړه چې افغانستان به هیڅکله هم د ترهګرو ډلو په پټنځای بدل نه شي.

د ناټو ځواکونو وتل بالاخره د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو په وسیله د واک په نیول کیدو او د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت په سقوط تمام شو.

تمیم عاصي چې په پخواني جمهوري نظام کې يي د دفاع وزارت د معین په توګه دنده ترسره کوله وویل: «د دوحې له توافقنامې وروسته طالبانو له ولسوالیو او کلیو څخه د ولسوالیو د مرکزونو او ولایتونو پر لور پرمختګ وکړ او دغه مرکزونه یي ونیول.» هغه وویل چې دغه پرمختګونه د طالبانو په لاس د هیواد د سقوط سبب شول.

هغه وویل چې دې موافقتنامې له افغان ځواکونو څخه د امریکا متحده ایالاتو هوایي او لوجستیکي ملاتړ ختمولو ته لاره هواره کړه او د افغانستان د پوځ روحیې د کمزورې کولو سره یي مرسته وکړه. نوموړي زیاته کړه چې په پوځ کې یو شمیر دې نتیجې ته ورسیدل چې نور نه باید له طالبانو سره مخالفت وشي، هغه ډول چې کلونه دغه ډله دښمن ګڼل کیدله.

طالبانو له امريکا څخه د دوحې تړون د مراعتولو غوښتنه کړې

عاصي زیاته کړه چې د افغانستان پوځ په ۲۰۲۰م کال کې ډیر تلفات وزغمل. هغه وویل: «امریکایان پوهیدل چې د افغانستان پوځ به ماتې وخوري، ځکه دوی نور له ځان څخه د دفاع کولو توان نه درلود».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز