1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: څلورو ورځو کې له ایران ۱۱زره افغانان راستانه شوي

امید دیدار
۱۴۰۱ اسفند ۱۲, جمعه

طالبانو ویلي دي چې په تېرو څلورو ورځو کې له ایران څخه شاوخوا ۱۱زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4ODXL
Flucht aus Afghanistan
انځور: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance

د طالبانو ادارې د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت پرون ناوخته دا شمېرې په یوې خبرپاڼې کې له رسنیو سره شریکې کړې. کډوالو وزارت دا نه دي ویلي چې په دغو کډوالو کې څومره په خپله خوښه او څومره یې په زور راګرځول شوي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼې کې راغلي چې ۱۰زره او ۷۰۶ افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم پکې شته، د هرات د اسلام کلا او نیمروز ولایتونو له لارې هيواد ته راستانه شوي دي.

طالبانو سره د ایران ستونزمن ګاونډیتوب

د طالبانو تر ولکې لاندې کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې له ایرانه ۲۷۰زره افغان کډوال یا په خپله خوښه او یا هم په جبري ډول افغانستان ته ګرځېدلي دي.

ایران په دې وروستیو کې له دغه هيواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی چې ډېر شمېر پکې ځوانان شامل دي.

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان د دویم ځل له پاره ولکه وکړه، ډېر افغانان ایران او له دغې لارې نورو اروپایي هيوادونو ته ځي، چې د ایران په ګډون د مختلفو هيوادونو د پولیسو د ناوړه چلن، شکنجې او آن پر لارو د مرګ، ژوبلې رپوټونه هم خپرېږي. وروستۍ پېښه په ایټاليا کې د کډوالو د بېړۍ د غرقېدو هغه ده چې په قربانیانو کې یې لسګونه افغانان هم شامل دي.