1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي رسنۍ: دوحه کې د امریکا او طالبانو استازو ملاقات کړی

۱۴۰۱ مهر ۱۷, یکشنبه

امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د بایدن ادارې چارواکو پرون د شنبې په ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې له طالبانو سره لیدلي دي. دا په کابل کې د الظواهري تر وژل کیدو وروسته د طالبانو او امریکايي چارواکو لومړۍ غونډه ده.

https://p.dw.com/p/4Hx4E
د امریکايي رسنیو په حواله په دې غونډه کې ټام وسټ هم شامل وو. دغه انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی او د یادې غونډې اړوند نه دی.
د امریکايي رسنیو په حواله په دې غونډه کې ټام وسټ هم شامل وو. دغه انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی او د یادې غونډې اړوند نه دی. انځور: Stian Lysberg Solum/NTB//AFP/Getty Images

د سي. ان. ان په نامه امریکايي رسنۍ په خپل رپوټ کې ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو په پلاوي کې د امریکا د استخباراتي ادارې یا سي. آی. اې مرستیال مشر او د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي ډپلوماتان شامل دي.

یادې رسنۍ د دوو امریکايي چارواکو په حواله چې له یادې موضوع خبر ول او د نوم نه خپریدو په شرط یې ویلي چې د طالبانو له لوري په پلاوي کې د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق هم شامل دي.

د روان میلادي کال د جولای پر ۳۱مه په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کیدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې قطر د امریکا او طالب چارواکو کوربتوب کوي.

امریکايي رسنۍ وايي چې په دې ملاقات کې د ډیویډ کوهن په څیر کسانو چې د امریکا د استخباراتي ادارې مرستیال دی، شتون او له طالبانو سره ملاقات دا په ډاګه کوي چې په دې ناسته کې به تر ډیره تمرکز د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې وي او دا چې ښايي امریکايي لوری طالبانو ته دا واضح پیغام ورسوي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ښايي لا ډیر بې پیلوټه بریدونه وشي.

د رپوټ په حواله پدې ناسته کې د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ هم شتون درلود. ټام ویسټ څه موده وړاندې په افغانستان کې د داخلي جګړو د احتمالي پیل خبرداری هم ورکړی وو.