1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په څلورو برخو کې د ۳۱۰ زره مسلکيانو له کمښت سره مخ دی

۱۴۰۲ خرداد ۴, پنجشنبه

په آلمان کې د مسلکي کاري قوې کمښت، د دغه هیواد د شرکتونو له پاره یوه ستره ستونزه ده. یوه نوې څېړنه ښيي چې آلمان دا وخت ېوازې په څلورو علمي برخو کې د شا او خوا ۳۱۰ زره مسلکي کسانو له کمښت سر مخ دی.

https://p.dw.com/p/4RoQV
Deutschland | Welcome Center für ausländische Arbeitskräfte in Frankfurt
انځور: Peter Hille/DW

د آلمان د اقتصاد انستيتوت د یوې نوې څېړنې پر اساس چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې، دغه هیواد په اپریل میاشتې کې په څلورو برخو؛ طبيعي علوم، تکنالوژي، انجنيري او ریاضیاتو کې د شا او خوا ۳۰۸ زره او ۴۰۰ متخصصو کاري قوې له کمښت سره مخ وو. دغه څېړنه چې په کال کې دوه ځله ترسره کیږي، پکې موندل شوې چې دا په اپریل میاشت کې کاري متخصصې قوې ته د اړتیا تر ټولو لوړ ارقام دي.

ورته نور ولولئ: په آلمان کې د مسلکي کسانو د کمښت په هکله نوی ریکارډ

د آلمان اقتصاد، د فوري اړتیاو د رکود باوجود، رياضي پوهان، د معلوماتي تکنالوژۍ متخصصينو، د طبيعي علومو او مسلکي کارپوهانو ته اړتیا لري.

په دې منځ کې بيا تر ټولو ډېره اړتيا د برېښنا او انرژۍ په برخه کې لېدل شوې ده. د یاد انستيتوت چې مقر ېې په کلن کې دی، د څېړنې مطابق، دغه برخه د ۸۸ زره او ۶۰۰ متخصصې کاري قوې له کمښت سره مخ ده.

ورته نور ولولئ: آلمان کې د کارګرو کمښت؛ حکومت قوانین اسانوي

د موټرونو او ماشينونو جوړونې اړوند تکنالوژۍ کې د ۵۶ زره او ۶۰۰ او د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې بیا د ۶۵ زره او ۶۰۰ مسلکي قوې د کمښت یادونه شوې ده. په څلورم ځای کې ساختماني برخه راځي چې د ۴۰زره مسلکي کاري قوې له کمبود سره مخ ده.

کېدای شي په راتلونکو کلونو کې د متخصصې کاري قوې د کمښت کچه نور هم لوړه شي، ځکه شرکتونه به د چاپېريال ساتنې او ديجيتالي کیدو په برخه کې پر شته ستونزو د برلاسه کېدو په خاطر، د طبيعي علومو، تکنالورۍ، انجنيرۍ او رياضیاتو په برخو کې د مخ په ډېريدونکي توګه مسلکي کسانو ته اړتياوې ولري.

په آلمان کې د مسلکي کاري قوې کمښت، د دغه هیواد د شرکتونو له پاره یوه ستره ستونزه ده.
په آلمان کې د مسلکي کاري قوې کمښت، د دغه هیواد د شرکتونو له پاره یوه ستره ستونزه ده.انځور: Sven Hoppe/dpa/picture alliance

د دغې څېړنې نتايج ښيي چې په عین وخت کې نفوسي تغییرات هم سبب شوي چې اکثره تجربه لرونکې متخصصان له تخصصي ژوند څخه ووځي په داسې حال کې چې له بل لوري په دغو برخو کې د زده کړو له پاره د ځوانانو محصلينو جذب یا شمولیت هم کم شوی دی.

ورته نور ولولئ: کډوال څنګه له جرمنيانو سره کمک کوي؟

د آلمان د اقتصاد انستيتوت څخه کارپوه، اکسل پلونيکه، وايي: «که په تېرو لسو کلونو کې په دغو څلور څانګو کې د ښځو، د ډير عمر خاوندانو او مهاجرو له منځه د متخصصې قوې د تامين له پاره لومړنۍ بریاوې ترلاسه شوې نه وی، نو اوس کېدای شو چې دغه کمبود به له دې هم څو برابره ډېر وو.»

هغه زیاتوي چې په دغو برخو کې د ښځو ونډه چې د ۲۰۲۱م کال په وروستيو کې ۸،۱۳ سلنه وه، په وروستيو کې ۱۶ سلنې ته لوړه شوې ده. همدا رنګه د ۶۳ څخه د پورته عمر درلودونکو افرادو جذب هم په وروستیو لسو کلونو کې تر ډېره بریده زیات شوی چې دغه کار د متخصصې کاري قوې په تامين کې کاري مرسته کړې ده.

ورته نور ولولئ: المان ولې د بهرنيو کارګرانو لپاره په زړه پورې هېواد نه دی؟

پلونیکه زياته کړه: «د خارجي کاري قوې د استخدام په برخه کې يو ستر تحرک موجود دی او د مهاجرت په برخه کې له لاسته راوړنو پرته به په دغو څلور علمي برخو کې د شا او خوا ۳۸۵ زره او ۷۰۰ نورې متخصصې کاري قوي کمښت وجود ولري.»

ورته نور ولولئ: په آلمان کې هر کال له لسونو زرو ځوانانو ښوونځي پاتيږي

دويچه ویله ف/م.ک.ص./ن.ز.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیفه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: