1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې هر کال له لسونو زرو ځوانانو ښوونځي پاتيږي

۱۴۰۱ اسفند ۱۵, دوشنبه

د حرفوي يا مسلکي زده کړو نه لرونکي ځوانان د آلمان د کار په بازار کې د کار موندلو تقريباً هيڅ چانس نه لري. له ۲۰۱۱م کال راهسي د ښوونځي پرېښودونکو آلماني ځوانانو په شمېر کې کموالی نه دی راغلی.

https://p.dw.com/p/4OJPo
Symbolbild Jobsuche Jugendliche
زدکړه نه لرونکي ځوانان او پيغلې په مشکل سره د کار په بازار کې لاره پيدا کوي انځور: Ralph Peters/imago images

په ۲۰۲۱م کال کي په آلمان کې تقريباً ۴۷۵۰۰ ځوانانو او پېغلو و نکړای شول چې له لسم ټولګي څخه فارغه شي. په دې توګه نو د آلمان د ټولو ځوانانو او پېغلو څخه تر ۶ فيصدو زيات يې په ياد کال کې له ښوونځي څخه د فارغت سند تر لاسه نه کړ.

د آلمان د بېرتلسمن بنياد د يو تحقيق د پايلو له مخې په ياده فيصدي کې له ۲۰۱۱م کال راهيسي تغير نه دی راغلی. په آلمان کې تر لسم ټولګي پوري زده کړې الزامي دي. د اېسن ښار سره تړاو لرونکي د تعليم او تربيې کارپوه کلاوس کلېم ياد تحقيق تر سره کړی او په ټول آلمان کې يې د ځوانانو او پېغلو د ښوونځي د څرنګوالي اعداد او شمېرې ارزولې دي.

دغه هم ولولئ: «په آلمان کي تر نیم میلیون اضافه مسلکي کسانو ته اړتیا ده»

د ياد محقق په وينا د ښوونځيو د فارغت سند په تړاو د اعدادو او شمېرو څرنګوالی د آلمان په هره برخه کې بېل دی. د مثال په توګه په داسي حال کې چې په اوسط توګه د آلمان په نورو ټولو ايالتونو کې بېله فارغت سند ترلاسه کولو د ښوونځي پرېښودونکو فيصدي تر ۶ څخه زياته وه، په بايرن ايالت کې دغه فيصدي ۵،۱ او په برېمن ايالت کې ۱۰ فيصده وه.

په بېرتلسمن بنياد کې د ښوونځيو کارپوهې نيکول هولنبخ بيله ويلي دي: «په تيرو لسو کلونو کې په ځينو ايالتونو کې مثبت پرمختګ شوی، خو د هغه باوجوده په ټوليزه توګه په تيرو لسو کلونو کې د ښوونځي د فارغت سند نه لرونکو ځوانانو په شمېر کې کمښت نه دی راغلی.»

هلکان او بهرنيان زيات متاثره دي

د ياد تحقيق د پايلو له مخې د نجونو په پرتله هلکان زيات وختونه د ښوونځي په پای ته رسولو کې ناکامه کيږي. د دې تر څنګ په پاته راتلونکو کې د هغو ځوانانو او پيغلو شمېر زيات دی چې بهرنيان دي. د څېړونکو په وينا په زياته دغه حقيقت يوه لويه ستونزه ده، ځکه چې د کار عصري بازار ډېر مغلق شرايط لري. څوک چې د ښوونځي د فارغت سند نه وي ترلاسه کړی، هغه د کار په بازار کې د ډېرو سختو شرايطو سره مخامخ کېدای شي.

دغه هم ولولئ: جرمني ته له نوروهیوادو څخه روغتیاپالان راوستل کیږي

په آلمان کې تر لسم ټولګي پورې د زده کړو بشپړه کولو وروسته څوک کولای شي چې يا خو تر دريارلسم ټولګي پوري باکلوريا وکړي او يا کوم کسب زده کړي. د کسب زده کړه هم د تيوريتيکي او په دې توګه ښوونځي د زده کړو سره مل وي او هم د عملي کار سره.

په آلمان کې د کسب او ښوونځي د غبرګو زده کړو نظام ډېر بريالی بلل کيږي. خو په اکثرو کسبي زده کړو کې د ځای موندلو له پاره د لسم ټولګي پای ته رسول شرط وي. له دې کبله هغه ځوانان او پېغلي چې د لسم ټولګي د فارغت سند و نه لري، هغوی ته د کسب زده کولو په لاره کې هم ډېر لوی مشکلات رامخته کيږي.

د ياد تحقيق د پايلو پر اساس په آلمان کې د ۲۰ او ۳۴ کالونو تر منځ عمر لرونکو بې ښوونځي ځوانانو او پيغلو څخه دوه پر دريمه برخه يې په پای کې له مسلکي او کسبي زده کړو څخه هم محرومه پاته کيږي. دا د دې لامل ګرځېدلی چې په آلمان کې په بې روزګارانو کې د هغو کسانو شمېر تقريباً شپږ چنده زيات دی چې کسب يې نه وي زده کړی.

دغه هم ولولئ: «په جرمني کي هرکال په سونو زره مهاجر کار موندلای سي»

بېرتلسمن سپارښتنه کړې ده چې و ځوانانو او پيغلو ته د آينده له پاره د بهتره لرليد برابرولو په مقصد بايد چې په ټولګيو کې د بريالي شاګردانو تر څنګ په درسونو کې د کمزورو شاګردانو مراقبت هم لا زيات او بهتر شي. د ياد بنياد په وينا په دې ترڅ کې ډيجيټل وسايل مرسته کولای شي چې پر سم وخت باندې د پوهي خلاوي وپېژندل شي او په انفرادي توګه د زده کړې په پروسه کې مرسته وکړي.

کارپوه کلېم وايي چې نبايد چې يو ځوان هم په داسي موضوع کې يوازي پرېښودل شي. د هغه په وينا په آلمان کې د مسلکي کارګرو کمښت ته په کتو سره نبايد چې د دغې ټولنې ځيني غړي تر غلبېل و ايستل شي.

آ./ا.ا./ن.ز.