1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان ولې د بهرنيو کارګرانو لپاره په زړه پورې هېواد نه دی؟

۱۴۰۱ اسفند ۲۰, شنبه

المان هڅه کوي چې نور بهرني ماهر کارګران په دې هیواد کې پاتې شي ترڅو د کار بازار په چلولو کې مرسته وکړي. نوې څیړنې ښیي چې المان په نړیوال کچه مسلکي کسانو ته ډېر په زړه پورې هېواد نه دی.

https://p.dw.com/p/4OXfO
Deutschland München Syrischer Flüchtling als Treinee bei BMW
انځور: Getty Images/J. Koch

المان د غورو بهرنیو استعدادونو لپاره ډېر زړه راښکوونکی نه دی. د بیرټیلسمن/OECDk بنسټ د یوې نوې څېړنې له مخې کېدای شي د اولاف شولڅ حکومت هڅې به له ستونزو سره مخ شي چې د خپل هېواد د کاربازار ډکولو لپاره د بهرنیو کارګرانو د جذبولو هڅه کوي.

د (OECD) د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان چې د «استعداد د جذبولو پورې اړه لري» د پنجشنبه په ورځ اعلان وکړ چې له مخې یې المان د «OECD» د ۳۸ هېوادونو له ډلې په ۲۰۱۹ کال کې له ۱۲ مقام څخه ۱۵ ته راښکته شوی دی. په دې څېړنه کې په اوو ابعادو باندې تمرکز شوی او ویل شوي چې بهرني استعدادونه د دوی لپاره ارزښت لري: د فرصتونو کیفیت، عاید او مالیات، امکانات، د کورنۍ ماحول، د مهارتونو ماحول او د ژوند کیفیت شامل دي.

یاده څېړنه د خلکو هغه څلور ګروپونه جلا کړي چې حکومتونه یې د جذبولو هیله لري - لوړ مسلکي متخصصین، سوداګر، د کارونو د پیل بنسټ ایښودونکي، او نړیوال زده کونکي – او همدارنګه يادې څېړنې ښودلې چې یوازې د دغو ګروپونو له ډلې محصلان او زده کوونکو المان لسم مقام ته رسولی  دی. څلور تر ټولو غوره هېوادونه: نیوزيلند، سویډن، سويس او اسټرالیا دي چې انګلستان او د امریکا متحده ایالات په اوومو او اتمو مقامونو کې ځای لري.

د آلمان د کار د مهاجرت او د پناه غوښتني قانون څه توپیر لري؟

مارا المان ته د تګ د ګټو او زیانونو په اړه ډیره ښه پوهیږي. دغه ۳۰ کلنه رومانیايۍ چې پخوا په انګلستان کې اوسېده، په برلین کې د اعلاناتو په برخه کې د یوې ښې دندې په موندلو خوشبینه وه.

خو دا په المان کې له یو کال ژوند کولو وروسته، دې ته پلان جوړوي چې له المان څخه ووځي. هغې دویچه ویله ته وویل: «شاید زه یو یا دوه کاله پاتې شم، خو زه نور د اوږدې مودې لپاره دغسې پلان نه لرم. زه به په جرمني کې پاتې شم، خو تر راتلونکو پنځو یا لسو کلونو پورې دلته د ځان له پاره ځای نه وینم.»

د دندې تر لاسه کول اسانه برخه وه. هغې له هغه وخت راهیسې له بیوروکراسۍ سره د برلین د کور پیدا کولو په سخت بازار کې د یو کور کرایه کولو او د الماني ژبې له زده کړې سره مبارزه کړې.

المان هڅه کوي چې نور بهرني ماهر کارګران په دې هیواد کې پاتې شي ترڅو د کار بازار په چلولو کې مرسته وکړي.
المان هڅه کوي چې نور بهرني ماهر کارګران په دې هیواد کې پاتې شي ترڅو د کار بازار په چلولو کې مرسته وکړي. انځور: Imago/photothek/M. Gottschalk

 یوازیتوب هم د هغې لپاره یو رول لوبولی: په پیل کې د کرونا ناروغۍ له امله له کور څخه کار کولو ته اړ ایستل شوې، د هغې لپاره د ټولنیزو اړیکو پیدا کول ګران شوي وو او له دې امله چې د هغې کار اکثره په انګلیسي ژبه دی، نوموړې د دې توان نه درلود چې د المان ژبې ته د «بخارسټ سیمې په کورسونو کې»وده ورکړي.

المان کې د اوسېدلو لپاره خلکو ته قناعت ورکول

المان د بهرني مهارت لرونکو کارمندانو په دې هېواد کې پاتې کېدو ته اندېښمن دی ځکه چې د نفوس په شمېر کې یو نږدې پېښیدونکی بدلون په مخکې لري چې په راتلونکو لسیزو کې به په ملیونونو دندې نیمګړې پرېښودل شي: د «بومر» په نوم د ډېرو زېږېدنو وروستی نسل چې د اوسنیي کاري ځواک لویه برخه جوړوي، تمه کېږي چې تر ۲۰۳۵ کال پروې ټول تقاعد شي.

په جرمني کي مهاجرو ته کار سته، خو څرنگه ئې پيدا کړي

د یوې سروې له مخې چې له ۱۸۸۵ هغو کسانو څخه پوښتل شوې چې آلمان پریښی او همدارنګه د ۳۸ اوږدو مرکو پراساس، د IAW مطالعې د فکتورونو یوه پیچلې ټولګه وموندله د استوګنې له جوازونو څخه نیولې، د مناسب کار موندلو توان نه درلودل، د کورنۍ راوستلو خنډونه، د ژوند لوړ لګښت، او شخصي مسئلې هغه لاملونه دي چې خلک یې اړ کړي له دې هېواد څخه ووځي. تر ټولو ساده او عام لامل یې: د استوګني لپاره حقوقي ستونزې دي.

په دې اړه د (IAW) څېړنې لیکوال برنارډ بوکمن وویل: زه ګومان کوم چې په ډیری مواردو کې دا د روزنې یا کار لپاره د استوګنې جوازونه وو او دا په ساده ډول پای ته رسیدلي او نه دي تمدید شوي.»

حکومت څه کولای شي؟

په ښکاره توګه حکومت کولی شي یوازې په یو څو مسلو باندې تمرکز وکړي او هیڅ یو قانون یا نوی اقدام دې امکان نلري چې زرګونه بهرني کارګران پاتې کیدو ته وهڅوي. خو مارا، بیکر، او بوکمن ټول فکر کوي چې یو ځانګړی اقدام شتون لري چې مرسته کولای شي.

بوکمن وویل: «د کارموندنې فدرالي اداره د دې لپاره کوم ځانګړي پلانونه نه لري چې څنګه خلکو ته مشوره ورکړي چې د بیا مهاجرت فکر وکړي.»

«د بېلګې په توګه موږ فکر کوو چې په داسې حالت کې چې یو څوک خپله دنده له لاسه ورکوي، دغه اداره باید هدفي مشورې وکړي.»

په ورته مهال بوکمن فکر کوي چې حکومت کولی شي د هغو کارګرانو د بیرته راستنیدو لپاره ډیر څه وکړي چې آلمان پریږدي، ځکه چې ډیری هغه کسان چې ورسره مرکه يې کړې وه، د المان په اړه يې مثبت فکر درلود.»

پاول بیکر فکر کوي چې کورنۍ یو مهم فکتور دی او دا د کار کولو له پالیسۍ څخه دېر لوړ دی. هغه دويچه ويله ته وويل: «که چيرې ماهر کسان المان ته راشي او خپلې کورنۍ راوباسي، موږ بايد پوښتنه وکړو.»

هغه دویچه ویله ته وویل: «ښه، موږ څنګه کولای شو ډاډ ترلاسه کړو چې د کورنۍ غړي دلته ښه دي؟ ایا دوی په اسانۍ سره اپارتمان ترلاسه کوي؛ ایا دوی د ښوونځي یا وړکتون ځای موندلی شي؟ ایا دوی د ژبې زده کولو فرصت لري؟ او څومره ژر دوی د آلمان د کار بازار اړوند مسئلو کې پوهول کېږي او هغه مرستې ترلاسه کوي چې دوی ورته اړتیا لري؟ لکه د یوې بوختیا پیدا کول؟»

بیکر وویل، ډېرې وړې خبرې هم شته چې د حل لپاره یې باید له کوچني او ساده حل لارو کار واخلو لکه ډېر واړه پیچونه چې باید ښه کلک شي ترڅو یو ښه ټولنیز چوکاټ رامنځته شي.»

په آلمان کې د کار له لارې د کډوالو ادغام