1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کډوال څنګه له جرمنيانو سره کمک کوي؟

۱۴۰۲ فروردین ۵, شنبه

د آلمان په راين ماين سيمه کې د کډوالو يوه ډله له بې کوره او زړو خلکو سره مرسته کوي. د هغوی تجربه دا ده چې کمک کول له مفهومه ډک کار دی چې خلکو ته د يوځای کېدو او پيوستون احساس ورکوي.

https://p.dw.com/p/4PEwi
عکس له آرشيف څخه
عکس له آرشيف څخهانځور: Christophe Gateau/dpa/picture alliance

د فرانکفورت په يوه کانتين يا خوړنځای کې تر خېمو لاندې اوږدې چوکۍ او مېزونه ولاړ دي. پر دغو چوکيو باندې زاړه خلک ناست دي چې ځينې يې بې کوره دي. د بسپنه شويو خوراکي توکو څخه داسې ننګولی يا ډوډۍ ورته پخيږي چې رضاکاران يې د لږو پيسو په بدل کې يا په وړيا ډول په اختيار کې ورکوي. کچالان، د فلافل غونډاري، او بېلابېلې ترکارۍ د روميانو او مستو په يوه سوس کې دوی ته وړاندې کيږي.

ځوان پېش خدمتان په دغه ورځ د يوې نړيوالې ډلې غړي او داسې کډوال دي چې له اړمنو کسانو سره مرسته کول غواړي. اسمعيل چې ۳۶ کاله عمر لري په آلماني ژبه ښه پوهيږي او وايي چې »زه خوشحاله يم چې له نورو سره مرسته کولی شم.«په آلمان کې د یوه افغان مهاجر د برياليتوب راز

اسمعيل په ترکيه کې د مالي چارو مامور و او د سياسي دلايلو له مخې يې څه باندې درې کاله په زندان کې تېر کړي دي. بيا جرمني ته وتښتېد او د پناه غوښتنه يې قبوله شوه. نوموړی اوس په داوطلب ډول په وړکتون او د يوه ښوونځي په کتابتون کې کار کوي او غواړي چې په راتلونکي کې د معلوماتي ټکنالوژۍ زدکړې وکړي.

۲۸ کلن صالح هم ډېر زيات فعاله دی. د دغه ترکي طبيب د پناه غوښتنليک رد شوی دی، خو په داسې حال چې د مرافعې قضيه يې لا په محکمه کې څېړل کيږي، دی هڅه کوي چې د طب اسناد يې په آلمان کې په رسميت وپېژندل شي.  

 صالح هم په روانه آلماني ژبه وايي چې »جرمني موږ ته ډېر فرصتونه راکړي، ځکه غواړو چې ټولنې ته خدمت وکړو.« نوموړی په داوطلب ډول په روغتون کې کار کوي او له ناروغانو څخه ليدنه کوي. صالح په دې نظر دی چې »يوازې د هلو ځلو او جرمنيانو سره د تماسونو له لارې سړی په آلمان کې مدغم کېدای شي.«

بریتانیا ولې افغان کډوال له لندنه بلې سیمې ته انتقالوي؟

د اسراايد جرمني په نوم مرستندوی سازمان له دوی سره د ژبې د زدکړې په برخه کې مرسته کړې ده. دوی د ژبې د کورس پرمهال سره پېژندلي دي. د يوه اسرائيلي مرستندوی سازمان دغه څانګه په آلمان کې د کډوالو په ادغام کې کار کوي. د هغوی وياند آرون تريب وايي چې »کډوال ځانونه ډېری وخت د نورو د علايقو ښکار ګڼي او پر وضعيت يوازې لږ تاثير لري.«

خو د دغه سازمان په مرسته کډوال اوس کولی شي چې له کارپوهانو سره وغږيږي، د تراپۍ او درمنلې په هکله خبرې وکړي او د رواني ثبات په موندلو کې مرسته ترلاسه کړي. سربېره پر دې کډوال په ګروپونو کې غښتلي کيږي څو خپل ځان او نورو ته ټولنيز خدمتونه سر ته ورسوي او له دې لارې قدر وويني.چېک: په جنسي تېري او قتل تورن افغان په ۲۲ کاله بند محکوم شو

له دې لارې ادغام او ټولنيزه ونډه چټکه کيږي. په آلمان کې د يهودانو د مرکزي رفاه ادارې او د آلمان د کډوالو د مسئولې په مرسته تمويل شوې د »پلونو جوړولو« په نوم دغه پروژه د فرانکفورت ښار علاوه د آلمان په نورو ښارونو کې هم موجودیت لري. په فرانکفورت کې په هرو دوو اوونيو کې له افغانستان، سوريې، ترکيې، ايران او نورو هېوادونو څخه کډوال سره ګوري او ټولنيزو مرستو او خدمتونو ته ملا تړي.