1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کې د کارګرو کمښت؛ حکومت قوانین اسانوي

۱۴۰۲ فروردین ۱۰, پنجشنبه

د اروپا په تر ټولو ستر اقتصاد آلمان کې د مسلکي کارګرو کمښت په یوه ستر سرخوږي بدل شوی ځکه چې د نفوس ډېره برخه د زړېدو په حال کې او د تقاعد په درشل کې ده. اوس حکومت د کارګرو د جذب له پاره قوانین اسانوي.

https://p.dw.com/p/4PULn
Deutschland | Bundespressekonferenz zum Regierungsentwurf für das neue Fachkräfteeinwanderungsgesetz
انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

آلمان چې د اروپا تر ټولو ستر او غښتلی اقتصادي ځواک شمیرل کیږي، د نورو ترڅنګ د مسلکي کارګرو له کمښت سره مخامخ دی. په آلمان کې د شمیرو له مخې د زړو کسانو شمیر مخ په ډیریدو دی او ډیری برخه کارګر د تقاعد په درشل کې دي.

د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ حکومت اوس د دې ستونزې د حل له پاره لاس په کار شوی ترڅو د دې هیواد په چټکۍ سره د مخ پر زړیدونکي نفوس له پاره حل پیدا کړي.

د آلمان د کارموندنې د څیړنې (آی. اې. بي) فدرالي انستیتوت د شمیرو له مخې، د ۲۰۲۲م کال تر پایه په آلمان کې نیږدې د دوه میلیونه کار ځایونو له پاره مسلکي کارګر نه دي موندل شوي. اولاف شولڅ د روانې میاشتې په لومړیو کې د دې هیواد پارلمان ته وویل چې په آلمان کې د شته کارګرو څخه په استفادې دغه تشه نه شي ډکیدلی. هغه زیاته کړه: «موږ به د مهاجرت د قانوني لارو په پرانیستلو سره د عاجلو کارګرو د کمښت موضوع حل کړو.»

د همدې تیرې چهارشنبې په ورځ د آلمان کابینې د یوه نوي قانون مسوده لاسلیک کړه چې له کبله یې به له بهرنیو هیوادونو څخه د کارګرو د مهاجرت بهیر اسانه شي. په دغه مسوده کې د پواینټ یا نمرو سیستم په نظر کې نیول شوی دی چې په اساس به یې مسلکي کسان وکولی شي د آلمان ویزه ترلاسه کړي. په شرایطو کې بیا د آلماني ژبې زده کړه، د کار وړتیا او عمر عمده او اصلي ټکي دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر د یادې مسودې د وړاندې کولو پرمهال وویل: «موږ به دا ډاډمن کړو چې هیواد ته مسلکي کارګر راولو، داسې کارګر چې زموږ اقتصاد ورته له کلونو اړتیا درلوده.» د هغې په خبره، په دې نوي سیستم کې اضافه بيوروکراسي او خنډونه له منځه وړل شي او پرمټ به یې مسلکي کارګر په چټکۍ او اسانۍ سره آلمان ته راتلای او کار پیل کولی شي.»

په آلمان کی د مهاجرو له پاره د مسلکی زده کړو چانسونه

په ۲۰۱۵م کال کې هغه مهال چې اروپا او په ځانګړې توګه آلمان د مهاجرت له کړکیچ سره لاس او ګریوان وو، له یو میلیون ډیر مهاجر چې ډیری یې د سوریې وو، آلمان ته راغلل او په دې وروستیو کې بیا نیږدې یو میلیون وګړي بیا له اوکراین څخه دغه هیواد ته کډه شوي دي. خو داسې ښکاري چې مهاجرو دغه راتګ هم د آلمان د کارګرو تشه تر ډیره نه ده ډکه کړې. د وروستیو شمیرو له مخې، د جنوري میاشتې تر پایه پورې نیږدې ۴۴ شرکتونه په آلمان کې سروې شوي او دوی ټول د مسلکي کارګرو له کمښته شکایت کوي.

همدې ستونزو ته په کتو سره، د شولڅ حکومت اوس کارګر هڅوي څو له وخته مخکې تقاعد ته ولاړ نه شي او شرکتونه بیا په نویو څانګو نوې ټکنالوژۍ او روبوټونه تجربه کوي.

عمده تغیرات څه دي؟

د آلمان د کار او وزیر هوبرتوس هایل د یوې پوښتنې په ځواب کې چې دغه بدلون څنګه تعریفوي، وویل چې نوی پروګرام درې پایې یا ستنې لري. هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «په لومړي ګام کې هغه کسان چې وړتیا او د کار پیشنهاد ولري د هغو کسانو په شمول (چې د پوهنتون په کچه یې تعلیم نه وي کړی) کولی شي په سادګی سره آلمان ته راشي.

د آلمان د کار وزیر وويل چې په بل ګام کې بیا مهارتونه او فردي وړتیاوې نقش لري. هغه زیاته کړه چې هغه مهارتونه او قابلیتونه مهم دي چې د یوه کس په خپل اصلي هیواد کې اعتبار ولري خو بیا هم په آلمان کې د کار وړاندیز کفایت کوي ترڅو آلمان ته راشي او بیا وروسته خپل اسناد په آلمان کې تائید کړي. په المان کې تر ډیره پورې د بهرنیو هیوادونو د اسنادو په تائیدۍ کې له احتیاطه کار اخیستل کیږي.

هایل ادامه ورکړه: «دریمه ستنه بیا دا ده چې موږ خلکو ته د دې فرصت ورکوو چې په آلمان کې په خپله په کار پسې وګرځي.» د هغه په خبره، دغه دریمه لار بیا د پاینټ سیستم په اساس کار کوي او هر هغه څو کې چې د قابلیتونو، د آلماني ژبې د زده کړې، عمر او له آلمان سره د اړیکې په برخه کې ډیر پاینټونه ولري، آلمان ته د تګ او په دې هیواد کې د کار کولو ښه چانس لري.

د آلمان د نوي پیشنهادي قانون کې د دایمې اقامت او همدا راز د کورنیو د یوځای والي لارې هم اسانه شوي دي. هغه کسان چې په آی. تي یا نوې تکنالوژۍ کې تخصص ولري، ان که د پوهنتون په کچه اسناد ونه لري، کولی شي چې د

سربیره پر دې، هغه بهرني وګړي چې په خپلو هیوادونو کې ښې کاري وړتیاوې لري او مناسبه تجربه ولري، حتی که د مسلکي زده کړو اسناد هم ونه لري، کاري اسناد یې په آلمان کې په رسمیت هم نه وي پیژندل شوی، کولی شي چې په آلمان کې کار وکړي. خو دغه کټګوري خلک باید د خپلو تنخواو د تائید له پاره اسناد وړاندې کړي ترڅو په دې برخه کې د معاشاتو د ډمپنګ یعنې په ارزانه بیه د کار د کولو مخنیوی وشي.

بهرني وګړي همدا راز دا امکان هم ترلاسه کوي چې د اوږدمهاله کار د لټون په موده کې، په اونۍ کې ان ۲۰ ساعتونه کار هم وکړي. په پای کې هغه اکادمیک کسان چې د مسلکي زده کړو اسناد ولري، د کار له موندلو پرته هم کولی شي د یوه کال د مودې له پاره په آلمان کې پاته شي او ځان ته کار پیدا کړي.