1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاملرنه موسسه په افغانستان کې خپل فعالیت له سره پیلوي

هيلۍ اسد
۱۴۰۱ دی ۲۷, سه‌شنبه

د ماشومانو د ساتنې موسسې له اعلان وروسته د پاملرنې نړیوالې موسسې هم ویلي دي چې په افغانستان کې خپل ځنډیلي فعالیتونه له سره پیلوي.

https://p.dw.com/p/4MGOV
يو شمير مرستندويه موسسو په افغانستان کې د فعاليت د بیرته پيلولو اعلان کړی
يو شمير مرستندويه موسسو په افغانستان کې د فعاليت د بیرته پيلولو اعلان کړیانځور: Aref Karimi/DW

د ماشومانو د ساتنې او پاملرنې نړیوالو موسسو په خپلو تازه خپرو کړو اعلامیو کې ویلي دي چې په افغانستان کې یې دندو ته د کارکوونکو ښځو د راستنیدو له تضمین وروسته خپل ځینې فعالیتونه بیا پیل کړي دي.

دې موسسو د افغانستان په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز لګیدو وروسته خپل فعالیتونه درولی وه.

د طالبانو دغه فرمان چې ښځې به په غیر دولتي موسسو کې کار نه کوي، سخت نړیوال غبرګونونه راوپارول، خو تازه دغه موسسو ویلي دي چې طالبانو بیرته ډاډ ورکړی دی چې کارکوونکي ښځي به یې دندو ته ستنې شي.

«په درو کلونو کې په افغانستان کې سخته لوږه دوه برابره شوې»

د پاملرنې او ماشومانو د ساتنې موسسو ویلي دي چې په افغانستان کې روان انساني کړکېچ ته په کتو د دغي پرېکړې هرکلی کوي.

د دوی په علامیو کې راغلي دي چې کارکوونکې ښخي د دغه بنسټ مهم جز او له نه شتون پرته يې چارې پر مخ نه وړل کېږي.

دا په تېرو دوو ورځو کې دویم نړیوال مرستندوی بنسټ دی چې په افغانستان کې خپل ځنډېدلي فعالیتونه له سره پیلوي.

په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه د طالبانو له لورې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو انتظار باسي، خو دغې ډلې نږدې دوې میاشتې وړاندې په یوه حیرانوونکې پریکړه کې لومړی په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او بیا په کورنیو او بهرنیو نا دولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

له افغان ماشومانو سره د مرستې آلمانۍ ټولنه خپل فعاليت ډېروي

په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته ۱۵۱ مرستندویه موسسو په افغانستان کې خپل ۸۶ سلنه فعالیتونه بند یا کم کړي دي، خو طالبانو دغو غبرګونونو ته هېڅ پام نه دی کړی.

دې ډلې ادعا کړې ده چې دوی غواړي د ښځو له پاره د "شریعت سره سم" تعلیمي او کاري چاپیریال رامنځته کړي.

د یادونې ده چې د پاملرنې او ماشومانو د ساتنې سازمان د روغتیا او تغذیې په برخو کې له څو کلونو راهیسې کار کوي.

د راتلونکي کال له پاره د افغانستان د اقتصادي وضعیت په تړاو اټکلونه