1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په درو کلونو کې په افغانستان کې سخته لوږه دوه برابره شوې»

۱۴۰۱ دی ۱۳, سه‌شنبه

د ماشومانو د ژغورنې مرستندویه سازمان (سیف د چلډرن) په افغانستان کې له شدیدې لوږي سره د مخامخو کسانو د شمیر زیاتیدو خبر ورکړی دی. نوموړي سازمان ویلي دي چې په غیر دولتي سازمانونو کې د ښځو د کار ممنوعیت وضعیت لا پسې خرابوي.

https://p.dw.com/p/4LhB4
Aghanistan - Humanitäre Hungerkrise
انځور: Ali Khara/REUTERS

په افغانستان کې له لوږي سره د مخامخو کسانو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. که څه هم په دغه هیواد کې غذایې امنیت مخکې هم ښه نه و، خو د طالبانو په وسیله د قدرت تر نیولو او له امله یي د رامنځته شوي اقتصادي کړکیچ له کبله د داسې کسانو شمیر نور هم زیات شوی دی.

د ماشومانو د ژغورنې مرستندویه سازمان (سیف د چلډرن) د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د هغو کسانو شمیر چې له شدیدې لوږي څخه رنځ وړي په تیرو درو کلونو کې دوه برابره زیات شوی دی. یعنې د هغو کسانو شمیر چې له شدیدې لوږي څخه رنځ وړي په ۲۰۱۹م کال کې له ۲،۵ میلیونه کسانو څخه په ۲۰۲۲م کال کې ۶،۶ میلیونو ته رسیدلی دی.

فقر او تنګلاسۍ، افغان کوچنیان د ډبرو سکرو په کان کي کار ته اړ کړي دي

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ټینګار کړی دی چې په غیر دولتي سازمانونو کې د کار کولو ممنوعیت، وضعیت لا پسې خرابوي، ځکه مرستندویه سازمانونه مجبوره شوي دي خپل خدمات ودروي.

د نوموړي سازمان د افغانستان د څانګې سرپرستې نورا حسنین ویلي: «په پرله پسې ډول ډېر ماشومان د خپلو کورنیو د ژغورنې په خاطر اړ کیږي چې کار او یا هم تر وخت مخکې واده وکړي.»

خیریه سازمان: افغانستان کې لوږه لا پسې ډیره شوې

نوموړې د طالبانو له خوا په غیر دولتي سازمانونو کې د ښځو کار کولو ممنوعیت ته په اشارې سره ویلي دي: «بې له ښځو همکارانو څخه مخ پر ډیریدونکو اړتیاو ته رسیدګي ناممکنه ده، په ځانګړي توګه کله چې موضوع له ښځو او نجونو سره د مرستې وي.» طالبانو تیره اونۍ په مرستندویه او غیر دولتي سازماننو کې د ښځو کار کول منع اعلان کړ.

د دغه سازمان شمیرې د خوړو د خوندیتوب د مدغم سیستم طبقه بندۍ (IPC) په نوم نړیوال ابتکار پر ارزونې تکیه کوي چې د ناوړه تغذیې او لوږي د شدت کچه بررسي کوي.

په دې ارزیابۍ کې د اتو هیوادونو وضعیت ارزول شوی دی چې د خوړو د نه خوندیتوب له څلورم او پنځمې درجې سره مخامخ دي. په دې ارزونه کې د اتو هیوادونو وضعیت اروزل شوی دی چې د خوړو د خوندیتوب په څلورم او پنځمه درجه کې طبقه بندي شوي دي. د خوړو د نه خوندیتوب په دې درجه بندۍ کې څلورمه درجه (شدید بیړنی وضعیت) او پنځم (قحطي) د لوږي شدیده کچه ښيې.

افغانستان: د نجونو د ژر ودولو په اړه اندېښنې

د دغو هیوادونو په ډله کې د هغو انسانانو شمیر چې له شدیدې لوږي څخه رنځ وړي نږدې ۵۷ سلنه زیات شوی او په ۲۰۱۹م کال کې له ۱۶،۱ میلیونو څخه په ۲۰۲۲م کال کې ۲۵،۳ میلیونو ته رسیدلی دی.

په افغانستان کې دغه زیاتوالی ډیر وو. د دې په تعقیب یمن، د کانګو جمهوریت، سوډان، سویلي سوډان، سومالیا او د مرکزي افریقا جمهوریت د هغو هیوادونو له جملې څخه دي چې له شدیدې لوږي څخه رنځ وړي.

جګړې، اقلیمي کړکیچ، د کرونا پاندمي، د بیو لوړوالی او د اوکراین د جګړې اقتصادي پایلې د لوږي د ډیریدو له دلایلو څخه دي. د خوړو د نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس تر ۶۰ میلیونو ډیر ماشومان له شدیدې سوء تغذیې څخه رنځ وړي. د ماشومانو د ژغورنې سازمان انتقاد کړی دی چې مرستندویه سازمانونه له میاشتو راهیسې خبرداری ورکوي، خو نړیواله ټولنه هیڅ هم نه کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز