1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

راتلونکي کال لپاره د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه اټکلونه

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ آذر ۱۱, جمعه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږکوونکي څانګې خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۳م کال کې به د افغانستان اقتصادي وضعیت لا نور خراب شي. د امریکا د سولې انستیتوت هم په ورته موضوع رپوټ خپور کړی.

https://p.dw.com/p/4KOLi
افغانستان/ له بې وزلو سره مرسته
افغانستان/ له بې وزلو سره مرستهانځور: Imago

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږ کوونکي رامیز الاکبروف خبریالانو ته ویلي، له تېر کال راهېسې په دولتي عایداتو کې تر ۶۵ سلنه ټیټوالي سربیره د افغانستان په کورنیو عایداتو کې هم تر۵۰ سلنه ډېر کمښت راغلی دی: «موږ په دې ورځو کې د یوه اقتصادي شوک تجربه کولو په حال کې یو.»

د ملګرو ملتونو د مرستو همغږکوونکې ادارې یا اوچا، وړاندوینه کړې چې په راتلونکي ۲۰۲۳م کال کې به شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اړوند مطالب:ولي له افغانستان سره د مرستو هڅي بريالۍ نه دي؟

د ۲۰ میلیونه کسانو له لوږې سره د مخامخ کېدو اندېښنه ښودل شوې چې له دې ډلې به یې شپږ میلیونه قحطی سره په لومړي ګام کې وي.

د ملګرو ملتونو سازمان دغه بنسټ، زیاتوي چې څلور میلیونه ښځې او ماشومان له سو تغذي سره مخامخیږي. د اوچا د شمېرو له مخې، د دې وضعیت کابو کولو له پاره ۴،۶۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

سخت ژمۍ او بې برخلیکه وضعیت

په همدې حال کې د امریکا د سولې انستیتیوت یو وروستی رپوټ ښيي چې بې وزله افغانان، ښځې او ماشومان یو سخت ژمی په مخکې لري.

د رپوټ پر بنسټ، اوسمهال افغانستان تر بل هر وخت ډېر په نړېوالو بشري مرستو متکي دی، ځکه په تېر یو کال کې شاوخوا ۱،۸ میلیارده ډالر افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د سولې انستیتوت په رپوټ کې راغلي دي چې خورا ډېرو افغان مېرمنو خپل کار له لاسه ورکړی او اوس په دندو پسې ګرځي.

افغانستان/ سخت ژمی، ډيری افغان کورنۍ د ځان تاودلو له پاره څه نه لري
افغانستان/ سخت ژمی، ډيری افغان کورنۍ د ځان تاودلو له پاره څه نه لريانځور: Mohd Rasfan/AFP/Getty Images

د چارو یوشمېر کتونکي وايي، دا د یو ځواب ویونکي دولت دنده ده چې په هيواد کې د مخ په خرابېدونکي اقتصادي وضعیت کابو کولو ته رسېده ګي وکړي، خو آیا د طالبانو حکومت ځان مسؤل ګڼي؟

طالبان مني چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی، خو پړه یې پر نړېوالې ټولنې اچوي چې وايي سخت اقتصادي محدودیتونه یې لګولي دي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي دي چې امریکا د افغانستان د خلکو شتمنۍ کنګل کړي او تر څنګ یې سخت اقتصادي بندیزونه لامل شوي چې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د ډېرو هيوادونو ټینګار دا دی چې طالبان باید په هيواد کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پرانېستلو ترڅنګ پر ښځو لګول شوي سخت محدودیتونه لغوه کړي.

زموږ له آرشيف څخه:

آیا په افغانستان کې اقتصادي وضعيت مخ پر خرابیدو دی؟