1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: ۳۰ ميلیونه ماشومان له سختي لوږې سره مخ دي

۱۴۰۱ دی ۲۳, جمعه

ملګرو ملتونو پر نړيواله ټولنه غږ کړی دی چې په سختو اغېزمنو هيوادونو کې چې افغانستان هم پکې شامل دی، د خوړو د بحران سره مبارزه وکړي. زیاته شوې چې په ۱۵ هيوادونو کې تر ۳۰ میليون زيات ماشومان د شديدې خوارځواکۍ ښکار دي.

https://p.dw.com/p/4M72s
افغانستان هم په هغو ۱۵ هېوادونو کې شامل دی چې له لوږې سخت اغیزمن دی
افغانستان هم په هغو ۱۵ هېوادونو کې شامل دی چې له لوږې سخت اغیزمن دیانځور: Felipe Dana/AP/dpa/picture alliance

د ملګرو ملتونو د پنځو ادارو په ګډه اعلاميه کې راغلي دي چې اته ميليونه ماشومان د خوارځواکۍ له «وژونکې بڼې» سره مخ دي. په دې اعلاميه کې ويل شوي دي چې په چټکۍ سره لوړېدونکو بيو د خوراکي توکو د کمښت بحران نور هم شديد کړی دی.

همدا راز زياته شوې ده چې وسله والو شخړو، د اقليم بدلون پايلو او د کوويد – ۱۹ وبا ځانګړی منفي اغېز درلود. پر دې سربیره روغتيايي، د خوړو او نورو ژوند ژغورونکې خدماتو ته نه لاس رسی هم ورځ تر بلې سختيږي.

افغانستان؛ په خوارځواکۍ د اخته کوچنيانو شمير کابو ۵۰ سلنه لوړ شوی

د ملګرو ملتونو په حواله په هغو ۱۵ هيوادونو کې چې وضعيت پکې ډېر خراب دی، افغانستان، ايتوپيا، هايتي، کينيا، نايجيريا او يمن شامل دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې «يونيسف» اجرايوي مشرې کاترين روسل، خبرداری ورکړ چې سخته خوارځواکي کیدای شي د مړينې سبب وګرځي او يا هم د ماشوم د بدن او مغزو وده د تل له پاره اغېزمنه کړي.

يونيسف: خوارځواکي د اتو ميليونو ماشومانو ژوند ګواښي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼي ادارې «اف ای او» مشر کو دونګو وويل چې په ۲۰۲۳م کال کې به وضعيت «احتمالاً نور هم پسې خراب شي.» د نوموړي په حواله تر هغه د مخه چې ناوخته شي اضافي مصارفو ته اړتيا ده څو دا «بې ساري تقاضا پوره کړای شي» چې د دې پرمخ پر پراخيدونکې بحران له کبله رامنځته شوې ده.

کو دونګوزياته کړه چې هدف دا دی چې د خوارځواکۍ د مخنيوي له پاره په بېلا بېلو برخو کې کار وشي څو هغه مخشصه او تداوي شي. د ملګرو ملتونو سازمان په دې برخه کې د خوړو، روغتیا، پاکو اوبو ته لاس رسی، نظافت او د اجتماعي تامين سيسټمونو ته د مهمو نقطو په سترګه ګوري.

«په هره یوه دقيقه کې ښايي يو ماشوم له لوږې ومري»

زیاته شوې ده چې په ځانګړي توګه هغو ماشومانو ته چې لا پنځه کلن شوي نه دي، د هغوی مېندو پلرونو او يا سرپرستانو، همدا راز مېندوارو او شېدې ورکوونکو ښځو ته بايد ډېره پاملرنه وشي او د هغوی د وضعيت د ښه کولو له پاره ګامونه پورته شي.

د خوړو او کرهنې د ادارې مشر ټينګار وکړ چې دا ډاډ بايد ترلاسه شي چې سالم خواړه باید «موجود، دلاس رسي وړ او ارزانه» وي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, epd)

زموږ له آرشيف څخه: