1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغان ماشومانو سره د مرستې آلمانۍ ټولنه خپل فعاليت ډېروي

۱۴۰۱ آذر ۱۵, سه‌شنبه

د «افغان ماشومانو له پاره د آلمان د مرستې موسسه» وايي چې په افغانستان کې خپل فعاليتونه نور هم پراخوي. دا په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو راهيسي يوازنۍ مرستندويه ټولنه ده چې خپلو فعاليتونو ته يې دوام ورکړی.

https://p.dw.com/p/4KXWB
Iran afghanische Flüchtlinge
انځور: DW/S. Shokran

دې مرستندويه ټولنې چې د آلمان د بايرن ایالت په منتراخېنګ کې مقر لري، په يوه خبر پاڼه کې ليکلي دي: «تر ۱۵۰۰ ډېرو سازمانونو څخه یې چې يو وخت یې [په افغانستان کې] فعاليت کاوه، له بده مرغه اوس په کابل کې د يوې ډلې په استثنا، په ۳۴ نورو ولایتونو کې څه نه ترسترګو کیږي.»

د دې مرستندويه ټولنې له خوا زياته شوې چې د کومک رسولو پروژې یې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له هیڅ مقاومت سره نه دي مخامخ شوي او فعالې دي. همدا راز زياته شوې چې د هېواد د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله یې د کارکوونکو معاشونه لوړ کړي دي.

افغانستان کې د ماشومانو د زده کړې له پاره د ډنمارک او کوریا مرستې

د «افغان ماشومانو له پاره د آلمان د مرستې موسسې» زياته کړې ده چې د فعاليت په ساحو کې یې په افغانستان کې د کونډو، تیمانو او معلولينونو له پاره د مسئول وزارت سره په همکارۍ ډېرو اړمنو کسانو ته په اوونۍ کې څلور وارې خوراکي او نظافتي توکي او د ماشومانو جامې توزيع کوي.

آرشيف انځور: د افغان ماشومانو له پاره د آلمان د مرستې کميټې له خوا په لغمان ولایت کې د ماشومانو ښوونځی
آرشيف انځور: د افغان ماشومانو له پاره د آلمان د مرستې کميټې له خوا په لغمان ولایت کې د ماشومانو ښوونځیانځور: Kinderhilfe Afghanistan

يادې ټولنې زياته کړې ده چې په کلينکونو کې یې د طبي کارکوونکو شمير ډېر کړی دی او د تي خوري ماشومانو او د کوچنيانو نورو خوړو په مټ له خوارځواکۍ څخه اغیزمنو په زرونو ماشومانو سره مرسته کیږي.

د افغانستان په څو ولايتونو کي نوي ځوانانو ته د تخنيکي او مسلکي روزني پروګرام پیل شوی

د «افغان ماشومانو له پاره د آلمان د مرستې کمیټې» ويلي دي چې په دې تېرو مياشتو کې یې يو شمیر نورې معاينه خانې او نور کوچني کلينکونه د لمریزې انرژۍ په دستګاو سنبال کړي دي او په دې توګه طبي فعاليتونه د ورځې او شپې تامین شوي دي.

د دې موسسې په وينا په جلال آباد ښار کې د هغو نجونو له پاره يوه ليليه هم جوړه شوې ده چې د طب په پوهنځي کې زده کړې کوي. دا سازمان لا د مخه د افغانستان په ختیځ کې د کمپيوتر او د خياطۍ د زده کړې ۲۴ کورسونه پر مخ وړي او تېر کال یې د مسلکي زده کړو درې نور مرکزونه هم رامنځته کړي دي.

د «افغان ماشومانو له پاره د آلمان د مرستې موسسه» په ۱۹۹۸م کال کې د آلمان د پوځ د يوه پخواني ډاکتر رانيهارد ایروس او د هغه د کورنۍ له خوا تاسيس شوې ده.  دا ټولنه وايي چې په افغانستان کې تقريباً ۱۵۰۰ ښځينه او نارينه کارکوونکي لري.

ب. ص/ ن. ز (KNA)

زموږ له آرشيف څخه: