1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م. په افغانستان کې د خپل ماموریت لومړيتوبونه مشخص کړل

۱۴۰۲ تیر ۱۲, دوشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ له پاره خپل نوی ستراتيژيک پروګرام خپور کړ. په دغه پروګرام کې په افغانستان کې د ښځو حقونو پر رعایت ټينګار شوی دی.

https://p.dw.com/p/4TLgs
UN | zu Verlängerung Afghanistan Mandat
انځور: Denis Balibouse/REUTERS

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما)، د دوشنبې په ورځ (د جولای ۳مه) د ېوې اعلامېې په خپرولو سره خبر ورکړ چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د خلکو د ملاتړ له پاره خپل نوی ستراتيژيک پروګرام خپور کړی دی.

په دغه پروګرام کې له ۲۰۲۳ نه تر ۲۰۲۵م کاله پورې د افغانستان د خلکو لومړيتوبونه مشخص شوي دي.

د دغه ستراتيژيک پروګرام لويه برخه اړتیاوې او د افرادو حقونو، له هغې جملې د ښځو او نجونو، ماشومانو او تنکيو ځوانانو، داخلي بيځایه شوو، بېرته ستنېدونکو او د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته لومړيتوب ورکونه تشکیلوي.

ورته نور ولولئ:ملګري ملتونه له طالبانو سره د ښوونځيو په هکله غږيږي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې، روزا اوتنبایوا، د دغې اعلاميې په یوه برخه کې ویلي دي: «زموږ نوی استراتیژیک پروګرام د افغانستان خلکو له پاره یو قوي وړاندیز، د هغوی د بشري اړتیاو رفع کوونکی او د نجات ورکوونکو بشري مرستو تکمیلونکی دی.»

ملګري ملتونه په پام کې لري چې له ۲۰۲۳ نه تر ۲۰۲۵ کال پورې په کلیدي برخو له هغې جملې څخه د روغتيا، تغذيې، معارف، کار، اوبه، حفظ الصحه او ټولنیز حفاظت ته د ټولو د لاسرسي په برخو کې خدمات ترسره کړي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو چارواکي وايي په افغانستان کې د خلکو کړاونو ته د رسیدګۍ له پاره یوازې بشري مرستې کفایت نه کوي
د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو چارواکي وايي په افغانستان کې د خلکو کړاونو ته د رسیدګۍ له پاره یوازې بشري مرستې کفایت نه کويانځور: Sanaullah Seiam/Xinhua/picture alliance

ورته نور ولولئ:ملا هبت الله په خپل اختريز پيغام کې ادعا کوي چې د ښځو ټول شرعي حقونه حفظ دي

پر دې سربېره د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو نوی ستراتيژيک چوکاټ به محرومو ډلو، په ځانګړې توګه ښځو ته د اقتصادي ودې شرایط برابر او کاري فرصتونه ايجاد کړي.

«ټولنیز انسجام، جنسيتي برابري، د بشر حقونه او د قانون حاکميت، د مدني ټولنې د مشارکت تقويه کول او د بشري حقونو له نړېوالو اسنادو سره د افغانستان له قوانينو څخه ملاتړ» نور موارد دي چې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو په نوي ستراتيژيک پروګرام کې شامل دي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازې مرستيال او د بشري مرستو همغږی کوونکی، دانيل اندرس، وايي: «ملګري ملتونه او شریکان ېې مني چې په یوازې سر بشري مرستې به په افغانستان کې مخ پر ډېريدونکو او لویو بشري کړاونو ته د رسيدګۍ له پاره په منځمهاله او اوږدمهاله کې، کافي نه وي.

ورته نور ولولئ:«طالبانو تغییر نه دی کړی، خو افغان ښځو کړی»

په ستراتيژيک پروګرام کې د طالبانو له خوا پر ښځو لګولو شوو محدودیتونو ته هم اشاره شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وېلي دي چې د دغه ستراتيژيک پروګرام د موادو بشپړ اجرايي کېدل، په افغانستان کې د حاکمو چارواکو له اقداماتو او د ډونرانو ملاتړ پورې تړاو لري.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: