1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو تغییر نه دی کړی، خو افغان ښځو کړی»

۱۴۰۲ تیر ۷, چهارشنبه

د افغانستان د جلاوطنې ژورنالیستې، زهرا جویا په نظر طالبانو په نوویمو کلونو کي د خپلي واکمنۍ په پرتله هیڅ تغییر نه دی کړی. هغه په افغانستان کی د خپلو پاته همکارانو په هکله سخته اندېښمنه ده.

https://p.dw.com/p/4T96y
GMF 2023 | Zahra Joya
انځور: Philipp Boell/DW

د «رخشانه میدیا» په نوم د فیمینیستي رسنۍ مسئولي په بن کي له کاتولیکي خبري آژانس KNA سره د یوې مرکې په ترڅ کی وویل: «هغوی به هیڅکله هم ځان ته بدلون ور نه کړي. دا هغه ډله ده چي ورته ایډیالوژي، ورته عقیده او کړه وړه لري.« جویا وویل: »خو په افغانستان کي خلکو تغییر کړی دی، اوس ډېر داسي باجرأته ښځي سته چي د خپلو حقونو له پاره مبازره کوي، لکه په ټول هیواد کي د مخفي مکتبونو د جوړولو له لاري.»

غزني: د نجونو پر مخ د کورسونو او ښوونیزو مرکزونو تړل کیدل

 زهرا جویا په ۲۰۲۱م کال کي، واک ته د طالباتو تر رسیدو وروسته سمدستي لندن ته وتښتیده. هغه وايي چي تر ټولو لویه اندېښنه یې په افغانستان کي د هغې د همکارانو خوندیتوب دی. هغه زیاتوي: «هر سهار کله چي له خوبه پاڅیږي، اول خپل موبایل چک کوي چي کوم څوک خو به نه وي له خطر سره مخامخ سوی.»

 زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د هغې په خبره، د همکارانو له پاره یې یوازي په مخفي ډول او تر مستعار نامه ژورنالیستي کار کول ممکن دی. علاوه پر دې طالبان د خبریالانو کارونه څاري. هغوی باید خپل موبایلونه په کور کي پریږدي، دا ځکه چي طالبان، اسنادونه، عکسونه او ارتباطات کنترولوي. 

طالبان: د ښځینه محصلینو د وروستي سمستر ازموینه دې آنلاین واخیستل شي

نوموړې ۳۰کلنه د ټولنیزو شبکو نقش مهم بولي چي د سړکونو پر سر مظاهرې خپروي او پاڅونونه هڅوي. هغه وايي: «خوشبختانه په افغانستان کي خلک لا اجازه لري چي له ټولنیزو شبکو او انترنت څخه کار واخلي.»

 نوموړې ژورنالیسته د خپلو خبرو په دوام وايي چي په افغانستان کي ډېري ښځي او نجوني له کورني تاوتریخوالي سره مخامخي دي: «اجباري او په کم عمر ودونه ډیر سوي دي.»

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د دغي رسنۍ په دري او انگلیسي ژبو خپاره سوو مقالو کي راغلي دي چي د طالبانو حکومت او د لویدیځو ځواکونو وتل څرنگه افغانان اغیزمن کړي دي.

د جویا په خبره، د ټولني نیمايي برخي هرڅه له لاسه ورکړي، تول حقونه. هغه ځان مکلف بولي چي حداقل د دغو ښځو ږغ پورته کړي.

GP/NZ/AG