1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا هبت الله ادعا کوي چې د ښځو ټول شرعي حقونه حفظ دي

۱۴۰۲ تیر ۴, یکشنبه

د طالبانو رهبر ملاهبت الله آخوندزاده، په خپل د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کې ويلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره د ژوندانه په مختلفو برخو کې «ديني اصلاحات جریان لري.»

https://p.dw.com/p/4T2YU
د طالبانو رهبر، ملا هبت الله آخوندزاده
د طالبانو رهبر، ملا هبت الله آخوندزادهانځور: Social Media/REUTERS

آخوندزاده په دغه پيغام کې د ښځو موضوع ته هم اشاره او ادعا کړې چې ټول شرعي حقونه ېې تامین شوي خو د ښځو او نجونو د تعلیم موضوع ېې نه ده یاده کړې: «د اسلامي امارت په حاکمیت سره د مېرمنو د اجباري نکاح او په بدو کې يې د ورکولو په شمول له نورو ګڼور رواجي ظلمونو څخه د ژغورلو په خاطر لازم اقدامات ترسره شوي دي،  ټول شرعي حقوق يې تأمین شوي دي.»

ملاهبت الله آخوندزاده سربېره پر دې چې ښځې د ټولنې د نیمايي برخې په توګه منلې خو له دې سره ېې د هغوی د تعلیم مسئله چې د طالبانو له حاکمیت راهیسې ېې په افغانستان دننه او نړېواله سطحه د طالبانو پر وړاندې غبرګونونه راپارولي، څه نه دي ويلي. په پيغام کې دغې موضوع ته داسې اشاره شوې ده: «د ټولنې د نیمې برخې په حیث د میرمنو اصلاح، حجاب، عفت، له اختلاط څخه مخنیوي او د اسلامي شریعت تر سیوري لاندې د باسعادته ژوند په مسیر د برابرولو په موخه مهم اقدامات شوي دي.»

ورته نور ولولئ: طالبانو په لغمان کې یو کس قصاص کړی دی

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د بیا واکمنېدو راهيسې د ښځو د کار او تعلیم او نورو برخو کې يو لړ محدودیتونه وضع کړي دي. طالبانو په دې هکله د هېواد دننه مخالفتونو او د نړېوالې ټولنې د فشارونو باوجود، نه یوازې دغه محدودیتونه بېرته لري کړي نه دي، بلکې نور ېې هم سخت کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تر اوسه هيڅ هیواد په رسميت نه دی پېژندلی.

په وروستیو کې د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو استازې وويل، ترڅو چي د ښځو پر حقونو محدوديتونه همداسي پاته وي، د نړيوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حکومت په رسميت پيژندل «تقريباً ناممکن» دي.

په کابل کې د ښځو لاريون
په کابل کې د ښځو لاريونانځور: AFP/Getty Images

ورته نور ولولئ: طالبان: د ښځو په هکله د ملګرو ملتونو رپوټ پروپاګند دی

روزا اوتونبايوا د چهارشنبې په ورځ د جون ۱۴مه د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته وويل: «زه د طالبانو له دوفاکتو يا بالفعل ادارې سره په منظم ډول د خبرو اترو په حال کي يم،  زه د هغو خنډونو په هکله چي د ښځو او نجونو پر وړاندي يې د فرمانونو د صادرولو او بنديزونو د وضع کولو له لاري رامنځته کړي، ډېره جدي باخبره يم.»

طالبانو له اسلامي شريعت څخه د سختدريځ تفسير پر اساس، پر ښځو او نجونو ډېر محدوديتونه وضع کړي دي چي پکښي له شپږم ټولگي څخه پورته صنفونو کي د زده کړو ممنوعيت، د عالي تحصيلاتو بنديز او په ډيرو څانگو کي د کار کولو محدوديت شامليږي.

ورته نور ولولئ:  رپوټ: طالبان له ښځو سره سیستماتیک تبعیضي چلند کوي

د طالبانو مشر اوس په خپل اختریز پیغام کې ويلي دي چې دوی «د ټولې نړۍ په ځانګړي توګه له اسلامي هیوادونو سره» ښې اقتصادي او سیاسي اړيکي غواړي او ترڅنګ ېې ويلي دي بهرني هیوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي: «لکه څرنګه چې موږ د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوو، همدا ډول نورو ته هم اجازه نه ورکوو چې په هيڅ بهانه او عنوان زموږ په کورنیو مسائلو کې مداخله ولري او یا موږ ته لارښوونې وکړي.»

ورته نور ولولئ:غزني: د نجونو پر مخ د کورسونو او ښوونیزو مرکزونو تړل کیدل

طالبان له اسلامي شریعت څخه د خپل دغه ډول تفسیر پر اساس وايي چې د ښځو حقونو ته درناوی کوي او د هغوی د حقونو اعادې ته ژمن دي.

د ملا هبت الله آخوندزاده د اختر مبارکي په اوږده پيغام کې په افغانستان کې د حکومتدارۍ، اقتصاد، امنیت، د خپلواکي د بيا تامين، سرتاسري ملي یووالي او د تعصباتو د لمنځه وړو په ګډون ګڼو مسایلو ته هم اشاره شوې او ادعا ېې کړې چې په کې پرمختګونه شوي دي.

دلته زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم کتلی شئ: