1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه له طالبانو سره د ښوونځيو په هکله غږيږي

۱۴۰۲ خرداد ۲۶, جمعه

د م.م. د ماشومانو څانګه وايي چې له طالبانو سره د »مهال وېشونو او عملي اقداماتو« په هکله خبرې کوي. دا خبرې د ښوونيزو پروګرامونو پر سر کيږي.

https://p.dw.com/p/4Seom
تر شنه آسمان لاندې زدکړه
تر شنه آسمان لاندې زدکړهانځور: Amir Khan Zaland/DW

مرستندويه ټولنې وايي طالبانو ورته اشاره کړې ده چې نړيوال سازمانونه نور په ښوونيزو پروژو کې برخه نه شي اخيستلی. ملګرو ملتونو پر دغه کار باندې انتقاد کړی دی، خو د طالبانو چارواکو په دې هکله څه نه دي ويلي.

يونيسف وايي چې د ښوونې او روزنې وزارت څخه يې ډاډ تر لاسه کړی دی چې د دوی ښوونيز ټولګي به دوام پيدا کوي په داسې حال کې چې د موضوع په هکله خبرې لا دوام لري.

د افغانستان له پاره د يونيسف وياندې، سمنتا مورت، رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي: »د دې له پاره چې د ماشومانو په زده کړو کې ځنډ راکم کړل شي، مهمه ده چې ملي غير دولتي ټولنو ته يې سپارل په ستراتيژيکه توګه وشي چې هر اړخيزه ارزونه او د وړتياوو روزنه پکې شامله وي.«افغانستان کې د نجونو مسمومېدل، ۷۷ نجونې روغتون ته لېږدول شوي

د طالبانو يوه وياند د دغې موضوع تائيد ته حاضر نه شو او د ښوونې او روزنې وزرات هم په ښکاره توګه د دغې تګلارې پخلی نه دی کړی.

طالبانو چې په ۲۰۲۱م کال کې قدرت ته رسېدلې دي، ډېری ثانوي ښوونځي یې د نجونو په مخ تړلي دي، ښځينه محصلانو ته يې پوهنتونونه بند کړي او له مرستندويه سازمانونو او ملګرو ملتونو سره يې د ښځو د کار کولو مخه نيولې ده.

نړيوال سازمانونه تر دې دمه په افغانستان کې د ښوونې په برخه کې ډېر فعال ول چې يونيسف چارواکي: په شمالي وزيرستان کې د نجونو ښوونځي په بمونو الوځول شويمخکې له دې چې طالبان قدرت ته ورسيږي، له هغوی سره حتی د ښوونځيو د چلولو په هکله يو هوکړه ليک امضا کړی و.

دوو سرچينو رويټرز ته په روانه مياشت کې ويلي دي چې مرستندويه آژانسونو ته امر شوی چې نړيوال سازمانونه دې له ښوونيزو پروژو څخه لاس واخلي.طالبانو کندهار او هلمند کې محلي ټولګي تړلي دي

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو وياند وويل چې دغه ګام به »يو ناوړه شاتګ« وي. يونيسف دامهال په ځايي ټولنو (کمونيټي) کې داسې ښوونځي چلوي چې ۳۰۰ زره نجونې پکې ګډون کوي. دغه ښوونځي اکثراً په کليوالو سيمو کې دي.

رويټرز/ن.ص./ن.ز.