1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستیونان

آتن: ساحلي ساتونکو د افغانانو په ګډون په لسونو مهاجر ژغورلي

۱۴۰۱ آذر ۲۵, جمعه

د يونان ساحلي ساتونکو په یوه کښتۍ کې سپاره نژدې سل مهاجر چې افغانان هم پکې شامل دي په سمندر کې تر موندلو وروسته د دغه هیواد وچې ته راکښلي دي. یوناني چارواکي وايي له دې ډلې څلور کسان ېې د مهاجرو د قاچاق په تور نيولي دي.

https://p.dw.com/p/4L4Cl
د آرشیف انځور (۲۰۱۶) - له ترکېې څخه د یونان لیسبوس ټاپو ته په یوه کشتۍ کې رسيدلي مهاجر
د آرشیف انځور (۲۰۱۶) - له ترکېې څخه د یونان لیسبوس ټاپو ته په یوه کشتۍ کې رسيدلي مهاجرانځور: Guillaume Pinon/NurPhoto/picture alliance

یوناني چارواکو د جمعې په ورځ وويل، دغه کښتۍ چې په ناوړه وضعیت کې وه او ۹۷ کسان پکې سپاره ول، د پنجشنبې په ورځ ېې د کيا جزېرې په اوبو کې وموندله. یاده جزيره د پلازمينې آتن جنوب ختيځ لورته موقعیت لري.

د یونان ساحلي ساتونکو وويل چې په کښتۍ کې د سپرو کسانو له ډلې څخه ېې څلور تنه چې ترکي اتباع دي د مهاجرو د قاچاق په تور نيولي دي. پاتې نور کسان د افغانستان، مصر، سورېې، سومالیا، اسرائيل او عراق هیوادونو څخه دي چې په هغو کې ۳۲ نارینه، ۲۲ ښځې او د ۳۹ سنونه کم دي.

یونان: د افغانانو په ګډون د لادرکه شوو مهاجرو له ډلې د شلو مړي موندل شوي

د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، دغې کښتۍ د ترکېې له ازمیر څخه د ايټاليا په مقصد خپل سفر پيل کړی وو او په کښتۍ کې سپرو مهاجرو قاچاقبرانو ته د سړي په سر ۸۰۰۰ یورو ورکړي دي.

په رپوټ کې د دغو مهاجرو د روغتيايي وضعیت او دا چې وروسته له دې به ورسره څه کيږي، څه نه دي ويل شوي.

یونان: په ډوبې شوې کښتۍ کې د مړه شوو مهاجرو شمیر لوړ شوی

هر کال د آسیا، افریقا او منځني ختيځ له جګړه ځپلو او فقیرو هیوادونو په لسونو زره خلک هڅه کوي تر څو پر خطرناکو سمندري لارو ځانونه د اروپايي اتحادېې غړو هیوادونو ته ورسوي.

په آژه سمندرګي کې د افغانانو په ګدون مهاجر ژغورل شوي

په دې منځ کې ډېر مهاجر خپل سفرونه د ترکېې له سواحلو د یونان نژدې شرقي جزیرو پر لور په کوچنیو بادي کښتيو کې پیلوي او يا د ترکېې او شمالي افريقا له سواحلو څخه په لويو کښتیو کې د ايټالیا پر لور مستقیم سفرونه کوي.

هر کال پر سمندري لارو ډېر مهاجر د کښتيو د ډوبيدو په پېښو کې مړه او یا هم لادرکه کيږي.

 mks/nz/(AP)

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب