1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستیونان

يونان: د مهاجرو کشتۍ ډوبه شوې په لسونو مهاجر لادرکه دي

۱۴۰۱ مرداد ۱۹, چهارشنبه

د آلمان خبري آژانس په حواله د یونان رودس ټاپو ته نژدې په اوبو کې یوه کښتۍ ډوبه شوې چې په لسونو مهاجر لادرکه دي. د یونان ساحلي ساتونکو د چهارشبنې په ورځ وويل چې ۲۹ مهاجر ژغورل شوي چې افغانان هم پکې دي.

https://p.dw.com/p/4FMOv
Lesbos Ankunft Flüchtlingsboot
د آرشیف انځور - د ۲۰۱۵کال د اروپا د مهاجرت بحران - د یونان لیسبوس ټاپو ته رسيدلي مهاجرانځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Masiello

د یونان د ساحلي ساتونکو د ویاند نیکوس کوکالاس په حواله، ژغورل شوو مهاجرو ويلي دي چې د دوی کښتۍ چې پکې ۶۰ تر ۸۰ پورې کسان سپاره ول، د ترکېې له انتالیا څخه د ايټاليا پر لور حرکت کړی وو.

کوکالاس د یونان دولتي تلویزیون ته ويلي دي چې دغه کښتۍ د آژه سمندرګي په سويل، کاراپاتوس جزیرې ته نژدې اوښتې او ډوبه شوې ده. هغه زیاته کړه چې د ژغورنې او پلټنې عملیات د سهار په لومړيو ساعتونو کې د شدید باد په موجودیت کې پيل شول.

د ساحلي ساتونکو یو بل چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې په ژغورل شوو کسانو کې افغانان، ایرانیان او عراقیان شامل دي.

د آسیا، افریقا او منځني ختيځ څخه اروپا ته ډېر راتلونکي مهاجر لومړی د سمندر له لارې یونان ته ځانونه رسوي. د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو د اروپا د مهاجرت بحران پر وخت شاوخوا یو میلیون مهاجر چې ډېری ېې د افغانستان، سورېې او عراق هیوادونو څخه ول یونان ته راغلل. ډېر دغه مهاجر د ترکيې له سواحلو راخوځيدلي ول.