1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستیونان

یونان: په ډوبې شوې کښتۍ کې د مړه شوو مهاجرو شمیر لوړ شوی

۱۴۰۱ مهر ۱۷, یکشنبه

د یونان ساحلي ساتونکو ويلي دي چې کيثیرا ټاپو ته نژدې د سمندر په اوبو کې د مهاجرو د ډوبې شوې کښتۍ په پېښه کې د مړو شمیر لږ تر لږه ۱۱ تنو ته لوړ شوی دی. په دغه کښتۍ کې ۹۵ مهاجر سپاره ول چې افغانان هم پکې شامل دي.

https://p.dw.com/p/4Hwru
د یونان ساحلي ساتونکي وايي چې د روان کال د لومړيو اتو میاشتو په جریان کې ېې ۱۵۰۰ مهاجر ژغورلي چې تیرکال دغه شمیر ۶۰۰ وو
د یونان ساحلي ساتونکي وايي چې د روان کال د لومړيو اتو میاشتو په جریان کې ېې ۱۵۰۰ مهاجر ژغورلي چې تیرکال دغه شمیر ۶۰۰ ووانځور: Marios Lolos/Xinhua/IMAGO

د یونان ساحلي ساتونکو د شنبې په ورځ وويل چې د مړو شمېر په داسې حال کې ۱۱ ته پورته شوی چې په دغه پېښه کې د ژغورنې د پام وړ اقدامات ترسره شوي هغه هم په ډيره سخته هوا کې. د مهاجرو دغه کښتۍ چې ويل کېږي د چهارشنبې په ورځ يې حرکت کړی وو په کې ۹۵ کسان سپاره ول. د شپږو مړو جسدونه چې د یونان ساحلي ساتونکو لخوا موندل شوي، په سويل کې د پلوپونز نيمه جزيرې ته وښکل شوي، هغه ځای چې دغې ډوبې شوې بادي کښتۍ ورڅخه حرکت کړی وو.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ په لومړي ځل د پنځو مړو جسدونه موندل شوي ول. زياته شوې چې په سيمه کې آب و هوايي وضعیت ډیر خراب دی چې له کبله يې د شنبې په ورځ د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخ شول.

یونان: د مهاجرو دوې کښتۍ ډوبې شوې؛ ډير کسان مړه دي

رپوټونه وايي چې دغه کښتۍ د غره په څير يوې لويې عمودي ډبرې لاندې داخل شوې وه. د کښتۍ ژغورل شوي مهاجر عمدتاً د افغانستان، ایران او عراق هیوادونو څخه دي چې د پنجشنبې ورځې په لومړيو ساعتونو کې د شدیدو او تندو بادونو په جریان کې امن ځایونو ته انتقال شول.

د یونان دولتي تلویزيون، ERT د شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د ۸۰ تنو ژغورل شوو مهاجر له ډلې يو تن نیول شوی دی. پر هغه ګمان کيږي چې دغه افراد يې قاچاق کړي ول.

رپوټونه وايي چې دغه کښتۍ د غره په څير يوې لويې عمودي ډبرې لاندې داخل شوې وه
رپوټونه وايي چې دغه کښتۍ د غره په څير يوې لويې عمودي ډبرې لاندې داخل شوې وهانځور: Ippolytos Prekas/kythera.news/AP/picture alliance

په یوه بله جلا ورته پېښې کې ۱۸ مهاجر مړه شوي چې د رپوټونو مطابق ۱۶ يې ښځې دي او د افریقايي هیوادونه څخه دي. په یاده کښتۍ کې ۴۰ کسان سپاره ول چې د پنجشنبې په ورځ د آژه سمندرګي لیسبوس ټاپو ته نژدې په اوبو کې ډوبه شوې وه. ویل شوي چې په کښتۍ کې يوازې لسو کسانو د نجات واسکټونه اغوستي ول.

په آژه سمندرګي کې د افغانانو په ګدون مهاجر ژغورل شوي

يونان، ايټالیا او هسپانيا هغه اروپايي هیوادونه دي چې اروپا ته د تلونکو مهاجرو په مخه کې پراته دي. دوی معمولا د سمندر پر خطرناکو لارو له عادي ربړي کښتيو څخه کار اخلي چې ډيری وخت په کې د کښتۍ له ظرفیت څخه ډير کسان سپاره وي. دغه مهاجر تر ډيره د افریقايي هیوادونو، منځني ختيځ او په آسیا کې د افغانستان، ایران، پاکستان او بنګله ديش په څير هیوادونو څخه وي.

د یونان ساحلي ساتونکي وايي چې د روان کال د لومړيو اتو میاشتو په جریان کې ېې ۱۵۰۰ مهاجر ژغورلي چې تیرکال دغه شمیر ۶۰۰ وو.

په کښتۍ کې سپاره سلګونه افغان مهاجر یونان ته رسيدلي

چارواکي یادونه کوي چې قاچاقبران په اوس وخت کې په جنوب کې د ترکيې پر ځای د لبنان له اوږدو او لا ډيرو خطرناکو لارو څخه استفاده کوي، هغه په دې دليل چې په آژه سمندرګي کې يې د اروپايي اتحاديې له ګزمو څخه ځانونه بچ کړي وي.

د یونان د مهاجرت وزیر، نوتیس ميتاراچي د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې وويل چې «له ترکيې څخه ايټاليا پر لور يوه مستقیمه لاره موجوده ده چې قاچاقچیان په کې نسبتاً غټې کښتۍ کاروي لکه بادبانداره او د کب نيونې کښتۍ.» وزير ټينګار وکړ چې «د غيرقانوني مهاجرتونو د مخنيوي له پاره باید د ترکيې او اروپايي اتحاديې په سطحه فشارونه موجود وي، که نه، مرګونه به همدا شان ادامه ولري

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب