1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونان: د مهاجرو د ډوبې شوې کښتۍ ۲۰ مړي موندل شوي

۱۴۰۱ آبان ۱۲, پنجشنبه

رپوټونه وايي د یونان په اوبو کې د افغانانو په ګډون د مهاجرو د ېوې ډوبې شوې کښتۍ د پېښې ۲۰ مړي موندل شوي. په لسونو نور لا هم لادرکه دي چې د چارواکو په خبره لټون ېې ادامه لري.

https://p.dw.com/p/4J1A6
د آرشیف انځور - د سمندر پر خطرناکو لارو په ربړي کشتیو کې اروپا ته مهاجرت
د آرشیف انځور - د سمندر پر خطرناکو لارو په ربړي کشتیو کې اروپا ته مهاجرتانځور: picture-alliance/Photoshot/M. Lolos

د آلمان خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ ناوخته، د یوې یونانۍ ورځپاڼې په حواله خبر ورکړ چې ژغورونکې ډلې په دې توانيدلي چې د لادرکه شوو کسانو له ډلې د ۲۰ تنو مړي پېدا کړي او ۳۶ نور لا هم لادرکه دي. 

ژغورونکو ويلي دي چې دغې کښتۍ د ترکېې له ازمیر ښار څخه حرکت کړی وو چې پکې سپاره مساپر د افغانستان، مصر او ایران اتباع دي. زیاته شوې چې د سفر پر مهال هيڅ مساپر د ځان ژغورنې له پاره ځانګړي واسکټ نه درلود.

په آژه بحیره کي تر ۶۰ ډېر مهاجر ورک سوي دي

په دغه کښتۍ کې ۶۸ مهاجر سپاره ول چې اکثره ېې ښځې او ماشومان ښودل شوي دي. تر دې مخکې رپوټونو کې ويل شوي وو چې په لادرکه شوو کسانو کې ډیری ېې افغانان دي.

د مهاجرو دغه کښتۍ د سه شنبې په سهار د یونان په جنوب کې پرتې ايوبویا ټاپو ته نژدې، د شدید توپان له کبله سورۍ شوې وه. هغه وخت د کښتۍ ۱۲ کسان ژغورل شوي ول.

د یونان ساموس ټاپو ته نژدې دې ته ورته یوه بله پېښه هم شوې او ۷ مهاجر لادرکه دي. په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

اروپا ته پر لاره تر ۵۰۰۰ زره ډېر کسان مړه سوي دي

یوناني چارواکو نژدې یوه میاشت مخکې هم د مهاجرو د دوو کښتيو د ډوبیدو خبر ورکړ چې په ېوه کې ېې ۴۰ او بله کې ېې شاوخوا ۱۰۰ مهاجر سپاره ول. په دغو دوو پيښو کې ۱۷ کسان مړه شوي او د افغانانو په ګډون يو شمیر مهاجر چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل ول، ژغورل شوي ول.

افغانستان په اسیا کې ېو د هغو هیوادونو له ډلې دی چې ځوانان او حتی کورنۍ ېې د نا امنۍ او بيکارۍ په څير ستونزو له کبله پر سختو او قاچاقي لارو، له هغې جملې څخه د مديترانې سمندرګي پر خطرناکه لار اروپا پر لور سفرونه کوي.

د آتن او انقرې ترمنځ سیاسي لوبه؛ زیان یې مهاجرو ته رسیږي

دوی تر ډيره لومړی ګاونډي هیواد ایران، له هغه ځایه ترکېه او بيا د مدیترانې سمندرګي او بالکان هیوادونو پر خطرناکو لارو اروپا پر لور د يو ښه ژوند کولو په مقصد سفرونه کوي چې وخت نا وخت په اوبو کې د دغو کسانو د ډوبیدو په هکله هم راپورونه ورکول کیږي. د کښتيو د ډوبېدو لامل تر ډيره د کښتيو زوړوالی او په کې له حده د ډيرو کسانو سپريدل په ګوته کيږي.

د روان میلادي کال له پېل راهيسې د ختيځې مديترانې په اوبو کې له ۳۰۰ ډير مهاجر ډوب او لادرکه شوي، چې دغه شمیر د تيرکال په پرتله څه باندې دوه برابره لوړ دی. د آلمان خبري آژانس په حواله، د ځينو پېښو رپوټونه نه ورکول کیږي چې په دې اساس، په احتمال سره د مړو واقعي شمير به تر دې هم لوړ وي.

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب