1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ویانا ناسته:دطالبانو دمخالف خوځښتونو پر یوموټي کېدو ټینګار

حسین سیرت
۱۴۰۲ اردیبهشت ۷, پنجشنبه

د طالبانو مخالفو څېرو داتریش په ویانا ښارکي تر ۳ ورځنۍ ناستي وروسته دیوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو د مخالفانو پر یو موټي کیدو ټینګار کړی او د یادو خوځښتونو د همږغۍ په موخه يې د یوې کاري ډلي د جوړېدو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4QcPX
Treffen mehrerer afghanischer Politiker in Wien
انځور: Naser Ahmadi/DW

نژدې ۳۵ تنه سیاسي څېرې، مخکني چارواکي او د طالبانو پر وړاندي د مخالفو جریانانو استازي او د «ملي مقاومت جبهې» د مشر احمد مسعود په ګډون د اتریش د نړېوالو چارو د انسټیټوټ له خوا د اتریش په ویانا  ښار کي د یوې درې ورځنۍ ناستي پرمهال د افغانستان د حالاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د دې  ناستي ګډونوالو په وروستۍ اعلامیه کي ویلي، چي د طالبانو پر وړاندي د« یو ملي چتر» جوړول خپل لومړيتوب ګڼي.

 په دې اعلامیه کي خبري اتري او سوله ییزه حل لاره د افغانستان لپاره مهمه یاده سوې، خو پر دې مهال يې له نړيوالي ټولني غوښتي، چي د طالبانو پر وړاندي «د افغان ولس د مقاومت ټولي بڼي» په رسمیت وپېژني.

اړوند: د ویانا غونډه د طالبانو د مخالفو څیرو په موجودیت کې پیل شوه

اوسمهال یوشمېرې ډلي وايي، په افغانستان کي يې د طالبانو پر وړاندي وسله واله جګړه پېل کړې ده.

اعلامیې همدارنګه د سیمه ییزي اجماع اود نړيوالي ټولني هغه اقدام ستایلی، چي ویل کېږي تر هغو به طالبان په رسمیت ونه پېژني، چي ترڅو يې د افغانانو د ازادي رايې او خپلواکي ارادې پر بنسټ دولت نه وي جوړ کړی.

په اعلامیه کي راغلي دي:« د دوحې تړون له مخي طالبان په غیري قانوني ډول واکمن او په افغانستان کي د اوسنۍ یوې داسي خونړۍ پېښي سبب سول، چي دوام يې د افغانستان په ګټه نه دی.»

د افغانستان د ښځو په اړه د نړيوالو چوپ پاته کېدل« غیري مسؤلانه» دي

په دې اعلامیه کي د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندي وضع سوي بندیزونه «اپارتاید جنسیتي» وګڼل سو او په افغانستان کي د ښځو او نجونو له مبارزو څخه ملاتړ او په دې اعلامیه کي زیاته سوې ده :«د د یادو بندیزونو په اړه د نړيوالي ټولني په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو چوپه خوله پاته کېدل» «غیري مسؤلانه» دي.

اړوند: احمد مسعود په ويانا کي: د بهرمېشتو افغانانو متحد کول غواړو

دا په داسي حال کي ده، چي نړېوالي ټولني د طالبانو له خوا پر ښځو باندي د بندیزونو پر وړاندي خپله اندېښنه ښکاره کړې او په کلکه يې له طالبانو غوښتي، چي دغه بندیزونه لیري کړي.

همدارنګه په اعلامیې کي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالي امینې محمدي څرګندوني هم «غیري مسؤلانه» بلل سوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیالي امنیې محمدي په دې وروستیو کي ویلي ول، چي د دوحې په ناسته کي به د طالبانو د رسمیت پېژندلو لومړني ګامونه وڅېړل سي.

د دې دغو څرګندونو تند غبرګونونه راپارولي، خو وروسته بیاملګرو ملتونو روښانه کړه، چي د دوحې په غونډه کي به د طالبانو پر رسمیت پېژندولو تمرکز نه کېږي.

د تروریسټي ډلو پر وړاندي د طالبانو مبارزه یو « خوب او خیال» دی

اعلامیه مني، چي ډېری نړيوالي او سیمه ییزي تروریسټي ډلي «افغانستان ته کډه سوي» دي او د دغو ډلو د عملیاتو ځواک زیات سوی دی.

د اعلامیې پر بنسټ، هر هغه څه، چي د طالبانو له خوا دیادو تروریسټي ډلو په وړاندي د مبارزې په نامه کېږي یو« خوب او خیال » دی.

اړوند: د عالمانو د غونډې پای؛ «د طالبانو حکومت دې په رسميت وپيژندل شي»

د ویانا ناستي له ملګرو ملتونو او نړيوالو ټولني غوښتي، د طالبانو هغه مشران، چي:« د بشري حقونو او د ښځو له حقونو سرغړونکي دي تحریم کړي. »اعلامیې د نړيوالي جزايي محکمې څخه غوښتي، چي د طالبانو هغه مشران، چي په سیسماتیک ډول په بشري سرغړونو او جنګي جنایتونو ککړ دي، معلوم او بیا يې د قانون منګولو ته وسپاري.

طالبانو تراوسه د سیاسي څېرو او نړيوالي ټولني ټولي هغه غوښتني، چي د افغانستان د کړکېچن حالته د خلاصون په موخه کړي نه دي منلي او په کلکه يې له ټولو افغانانو غوښتي، چي افغانستان ته ور وګرځي او عادي ژوند ته دوام ورکړي.