1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احمد مسعود په ويانا کي: د بهرمېشتو افغانانو متحد کول غواړو

۱۴۰۱ شهریور ۲۶, شنبه

په افغانستان کي د طالبانو ضد وسله والې ډلې مشر احمد مسعود په ويانا کي جوړه سوې يوه غونډه کي د طالبان ضد يو «سياسي» محاذ د رامنځته کولو ږغ وکړ. په غونډه کي څو نورو افغان سياستوالو هم ګډون کړی ؤ.

https://p.dw.com/p/4H0Th
احمد مسعود په ويانا کي د غوندي وروسته
احمد مسعود په ويانا کي د غوندي وروستهانځور: Naser Ahmadi/DW

د «ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر ۱۷نېټه) په ويانا کي د غونډي په ترڅ کي پر بهر مېشتو افغانانو د متحد کېدو ږغ وکړ. هغه وويل چي بهرمېشتي افغانان بايد چي د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره بايد «سياسي حل» پيدا کړي. نوموړي خپله دغه غوښتنه د يو «نوي پړاو» په توګه ياد کړ.

مسعود د افغانستان په شمالي ولايت پنجشېر کي د جبهه مقاومت ملي په نوم ډلې مشر دی. نوموړي وويل د دې وخت رارسېدلی دی چي طالبان بېرته د خبرو اترو مېز ته راوستل سي. هغه په ويانا کي و غونډي ته وويل: «موږ د بهر مېشتو (افغانانو) متحد کول غواړو... او غواړو چي خبري اتري پراخي کړو څو داسي يو ټکي ته ورسيږو چي د افغانستان د راتلونکي لپاره يوه تګلاره ولرو.»

مقاومت جبهه: له طالبانو مو درې ولسوالۍ نيولي دي

مسعود وويل: «موږ د يو نوي پړاو په عين پېل کي واقع يو.» هغه دا څرګندونې د اتريش په پلازمېنه ويانا کي د طالبانو ضد تقريبا ۳۰ افغان سياستوالو غونډي ته وکړې. اکثره دغه سياستوال په تبعيد کي ژوند کوي.

نوموړي زياته کړه چي له افغانستان څخه دباندي تازه جوړي سوي ډلې په خپل هيواد کي له روان وضعيت څخه نه دي راضي. هغه زياته کړه چي د دې وخت رسېدلی چي اختلافات له منځه يووړل سي او «زخمونه ورغول» سي.

د طالبانو ضد جنګېدونکي وسله والې ډلې دغه مشر وويل چي يو کال مخکي په افغانستان کي د طالبانو د پر واک راتلو راهيسي د مېرمنو د حقونو په برخه کي پرشاتګ سوی دی. هغه وويل چي په دغه موده کي په افغانستان کي د ترهګرو ډلو د ودې لپاره هم امکانات رامنځته سوي دي.

احمد مسعود په افغانستان کي د شوروي اشغال پر وخت او وروسته په کورنيو جګړو کي او بيا د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر وخت د طالبانو پر ضد جګړه کي د ښکېل مشهور قومندان احمدشاه مسعود زوی دی. احمدشاه مسعود د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر په يولسمه په امريکا کي د القاعدې له خوا تنظيم سوو ترهګرو بريدونو څخه دوې ورځي مخکي په يوه چاودنه کي ووژل سو. اوس د احمدشاه مسعود دغه زوی د مقاومت د جبهې مشري په غاړه لري او د طالبانو رژيم «غيرمشروع» بولي. دغې ډلي د می په مياشت کي د طالبانو ضد وسله واله مبارزه اعلان کړه کومه چي دغه مياشت ډېره تونده سوېده.

طالبان: له احمد مسعود او اسماعیل خان سره مو لیدلي

مسعود وويل: «زموږ مقصد هيڅکله دا نه دی اوسېدلی چي جګړه دي توده سي. بلکه موږ هميشه غوښتي دي چي جګړه ختمه سي.» هغه په داسي حال کي د نړيوالو د توجه غوښتنه وکړه چي نړيوال تمرکز دمګړی په اوکراين دی.

طالبانو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر ۱۳مه ) وويل چي ځواکونو يې د ملي مقاومت د جبهې لږ تر لږه ۴۰ جنګيالي وژلي دي.

طالبانو يوه ورځ وروسته وويل چي د هغې ويډيو په هکله يې پلټنې پېل کړي دي چي په خواله رسنيو کي لاس پر لاس کيږي. د ملي مقاومت جبهه وايي چي په دغه ويډيو کي د دوی د اسير جنګياليو په داسي حالت کي د هغوی د په ډزو وژلو صحنه ښيي، چي د هغوی لاسونه تر شا تړل سوي وي. مسعود وويل چي دا د ټولو نړيوالو قوانينو ضد او د نه منلو وړ عمل دی.

آ./ا.ا./ن.ص.

د طالبانو پر وړاندې وسلوال مقاومت تر کومې کچې جدي دی؟