1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عالمانو د غونډې پای؛ طالبانو حکومت دې په رسميت وپيژندل شي

۱۴۰۱ تیر ۱۲, یکشنبه

په کابل کې د «ديني عالمانو او مخورو» درې ورځنۍ غونډه د شنبې په ورځ پای ته ورسیده. د غونډې په پریکړه ليک کې د طالبانو له حکومت څخه ملاتړ څرګند شوی او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه شوې چې د طالبانو د حکومت دې په رسميت وپيژني.

https://p.dw.com/p/4DZlm
Afghanistan | Taliban Versammlung in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د عالمانو دغه غونډه د افغانستان د عنعنوي لوېې جرګې په څیر طراحي شوې وه کوم چې مشران رهبران او پيژندل شوې څيرې ورته رابلل کيږي او د هیواد پر مهمو مسائلو او سیاست په کې خبرې او يا هم پريکړې کیږي.

د اسوشتید پریس خبري آژانس په حواله، خو د ديني عالمانو په لويه غونډه کې اکثریت ګډونوال طالب چارواکي، د دوی پلویان او مذهبي څيرې وې. همدارنګه د مخکيني حکومت د لوېې جرګې په څير ښځو ته هم په کې د ګډون حق نه وو ورکړل شوی.

د عالمانو د غونډې يوولس ماده ایز پريکړه ليک د افغانستان له هرات ولایت څخه يو روحاني ګډونوال مجیب الرحمن انصاري ولوست. انصاري وويل چې په دغې غونډه کې له ۴۵۰۰ څخه ډيرو ديني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی او دوی د طالبانو له مشر ملا هبت الله آخوندزاده څخه يو ځل بیا خپل بیعت تجدید کړی دی.

هغه په پای کې د سيمې او نړۍ له حکومتونو، ملګرو ملتونو، اسلامي سازمانونو او نورو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت دې په رسميت وپيژني، همدارنګه د طالبانو تر واکمنيدو وروسته ټول لګول شوي تحریمونه لرې او په بهر کې د افغانستان کنګل شوې شتمنې دې آزاده کړي.

حکومتي خبري آژانس، باختر د غونډې پريکړه ليک خپور کړی دی. د پريکړه ليک د اولې مادې په یوه برخه کې راغلي دي: «افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شوی، موږ نه یوازې کلک ملاتړ ېې کوو، بلکې مرسته، دفاع، او هر اړخیز ملاتړ ېې د ټول ولس ملي او ديني وجيبه ګڼو.»

په دې هکله نورملګري ملتونه: طالبان دې د ښځو حقونه رعایت کړي

د غونډې په پريکړه لیک کې ويل شوي، دوی د طالبانو له رهبر ملاهبت الله آخوندزاده سره خپل بیعت يو ځل بیا تجدید کوي او له هغه څخه ملاتړ کوي. د پريکړه ليک د دوهمې مادې په یوه برخه کې د آخوندزاده په هکله راغلي: «نوموړی مو د افغانستان د شرعي حاکم او د اسلامي امارت د امیر په حیث منلی.»

په دغه پريکړه لیک کې ويل شوي چې په افغانستان کې اوسني نظام د سیمې او نړۍ هیوادونو په ګټه دی، په راتلو سره ېې سرتاسري امنیت تامین او د قدرت جزېرې له منځه تللي دي. همدارنګه د مخدره موادو د کښت، تولید، قاچاق او استعمال په اړه د طالبانو د صادر شوي فرمان څخه ملاتړ ښودل شوی دی. د دې ترڅنګ د داعش ډله چې طالبانو پر ضد جنګيږي يوه باطله ډله ښودل شوې ده.

Afghanistan Kontrollen vor dem Taliban-Treffen in Kabul
په کابل کې د غونډې له پاره امنيتي تدابیرانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

طالبان چې د تير کال په اګست کې افغانستان کې قدرت ته ورسيدل، تر اوسه ېې حکومت د کوم هیواد له خوا په رسميت نه دی پيژندل شوی. طالبان د یو پراخ بنسټه حکومت د رامنځ ته کیدو له پاره تر نړیوال فشار لاندې دي.

طالبان واک ته په رسیدلو سره پر ښځو باندې کاري ساحه او د ټولنیزو فعالیتونو ساحه راتنګه کړې. د نجونو له پاره تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي دي او ښځې له نارينه محرم پرته لرې سفرونه هم نشي کولی.

په دې هکله نورهبت الله اخوند زاده: د هيچا فرمايش نه منم

د عالمانو د غونډې په پريکړه لیک کې په مشخصه توګه د نجونو د ښونځيو د بیرته خلاصيدو په اړه څه نه دي ويل شوي، خو د طالبانو پر حکومت غږ شوی تر څو «عدالت، دیني او عصري زده کړې، روغتیا، کرنې، صنعت، د اسلامي شریعت په رڼا کې د اقلیتونو، ماشومانو، میرمنو او ټول ولس حقوقو او په ټوله کې هر اړخیز پرمختګ، اقتصادي ودې او متوازن انکشاف ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»

د طالبانو رهبر ملاهبت الله آخوندزاده د جمعې په ورځ ظاهراً په ناڅاپي توګه غونډې ته راغی او وینا ېې وکړه. هغه هم په خپلو خبرو کې د نجونو د تعلیم مسئلې ته اشاره ونه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې نړيواله ټولنه له طالبانو په کراتو غوښتي تر څو په خپل سیاست کې نرمښت راولي. د ملګرو ملتونو سازمان تازه يو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت انديښنه ښودلې او پر طالبانو ېې غږ کړې چې د ښځو حقونه رعایت کړي. د دغه سازمان د بشر حقونو مشرې، میشل باچلیت وويل که چیرته کوم «فوري بدلون رامنځ ته نشي، د [افغان ښځو او نجونو] راتلونکې به نورو هم تیاره شي.»

په کابل کې د عالمانو پر جوړې شوې غونډې د طالبانو د منتقدینو نيوکې هم شوي دي. دوی وايي په غونډه کې رابلل شوي کسان د طالبان خپل افراد او د دوی پلویان دي او په ځانګړې توګه دا چې ښځو ته په کې د ګډون حق نه دی ورکړل شوی.

په دې هکله نورد علماوو غونډه که لویه جرګه؛ وړاندیزونه به یې عملي جنبه ولري؟

له بلې خوا په غونډه کې د طالبانو د رهبر، ملا هبت الله آخوندزاده، چې د لومړي ځل له پاره په داسې یوه لويه غونډه کې راڅرګند شوی، په اړه لاهم شکونه ښودل شوي دي. د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنيت ادارې وياند رحمت الله اندړ پر ټويټر ليکلي دي: «د ملاصایبانو غونډه وشوه، پریکړه لیک صادر شو، امیر المومنين یو ساعت وینا وکړه، خو هیچا ونه لید.»

افغان خبريال هارون نجفي زاده بیا ليکلي دي: «یو ملت له خپل پنځه زرن تاریخ سره نه پوهيږي چې د یوې ډلې چې پر دوی حاکمه شوې رهبر ېې څوک دی.»

نجفي زاده وايي په کابل کې غونډه جوړيږي خو په کې يوه ښځه، يو دانشمند او يو خبریال ګډون نه لري.

خو د غونډې يو ګډونوال خالد شهزاده دویچه ویله ته وويل چې د جمعې په ورځ ېې په غونډه کې ده او نوور ګډونوالو ملاهبت الله له نژدې ولید. هغه وويل آخوندزاده هماغه کس وو چې پخوا ېې انځور لیدلی وو. ملا هبت الله آخوندزاده تر دې وړاندې د خلکو په منځ کې نه وو راڅرګند شوی او دا سبب شوي چې په اړه ېې شکونه وشي. په غونډه کې د هغه وينا هم پر تلویزیون نه ښودل کیده، بلکې یوازې غږ ېې د افغانستان د ملي راډيو له لارې خپرېده.

آ/م.ک.ص./ا.ا.