1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ویانا غونډه د طالبانو د مخالفو څیرو په موجودیت کې پیل شوه

۱۴۰۲ اردیبهشت ۴, دوشنبه

یو شمیر سیاسي څیرې، پخواني چارواکي او د طالبانو د مخالف جریانونو استازي په یوه دری ورځني غونډه کې چې د اتریش د نړیوالو چارو انیستیتوت له خوا په ویانا کې دایره شوې، د افغانستان په اړه بحث او سلا مشورې کوي.

https://p.dw.com/p/4QUHa
Treffen mehrerer afghanischer Politiker in Wien
انځور د دویچه ویله له آرشیف څخهانځور: Naser Ahmadi/DW

دغه غونډه د دوشنبې (د اپریل میاشتې ۲۴ نیټه) په ورځ د یو شمیر سیاسي څیرو، مدني فعالانو، د افغانستان د پخواني پارلمان د استازو او د طالبانو د مخالفو سیاسي جریانونو د استازو په موجودیت کې پیل شوې ده.

ملګري ملتونه د افغانستان په اړه نړيواله غونډه جوړوي

د «ملي مقاومت جبهه» چې د طالبانو پر وړاندې یې وسله وال مقاومت ته دوام ورکړی دی په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «احمد مسعود[د دې جبهې مشر] له یوه پلاوي سره په دې غونده کې د ګډون کولو له پاره ویانا ته تللی دی. ټاکل شوې ده چې نوموړی به د غونډې ترڅنګ له خبریالانو سره په مطبوعاتي کنفرانس، په افغانستان کې د بشري حقونو مراعاتولو په ملاتړ کې له اروپا میشته وطنوالو سره په لیدنه کتنه او د ښځو په غونډه کې ګډون وکړي.»

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

د دغې غونډې یوه تن ګډون کوونکي دویچه ویله ته وویل: «د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت شورا سربیره، یو شمیر پخواني چارواکي، د پخواني پارلمان استازي او د ښځو د حقونو فعالان هم په دې کنفرانس کې ګډون لري.»

دا دویمه غونډه ده چې د اتریش د نړیوال انیستیتوت له خوا د افغانستان د کړکیچ او ورته د یوې سیاسي حل لارې پيدا کولو په خاطر د طالبانو د مخالفینو او سیاسي څیرو په حضور کې ترسره کیږي.

د سمرقند غونډه، روسیه او ګاونډي هېوادونه پر افغانستان غږیږي

د تیر کال په غونډه کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل هم حضور درلود. خو نبیل په یوه تویتري پيغام کې ویلي دي چې د یو شمیر ستونزو له کبله یې د سږ کال په غونډه کې ګډون نه دی کړی. هغه ویلي دي: «د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتلو سره، د نظرونو یووالي او رغنده خبرو اترو ته لومړيتوب ورکول چې د اجماع سبب شي، دې هدف ته د رسیدو پر لور یو مهم ګام دی.»

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

ټاکل شوې ده چې یو شمیر سیاسي څیرې به په انلاین بڼه د دې غونډې له ګډون کوونکو سره خبرې وکړي.