1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاندونیزیا

روهنګیا مهاجر د څو اوونيو تېرولو وروسته اندونیزیا ته رسېدلي

۱۴۰۱ دی ۶, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو یوه موسسه له سلو ډيرو هغو روهنګیايي مهاجرو په اړه پلټنه کوي چې تر اوونیو وروسته اندونیزیا ته رسيدلي. دوی پلټنه کوي چې آيا دا هماغه مهاجر دي چې د نومبر په آخرو کې ېې حرکت کړی وو او کښتۍ ېې ورکه وه او که نه.

https://p.dw.com/p/4LRpb
د آرشیف انځور (د ۲۰۲۱م کال د دسمبر ۲۷مه) - په کشتۍ کې سپاره د ښځو او ماشومان په ګډون روهنګیایي مهاجر د اندونیزیا په آچه ایالت کې
د آرشیف انځور (د ۲۰۲۱م کال د دسمبر ۲۷مه) - په کشتۍ کې سپاره د ښځو او ماشومان په ګډون روهنګیایي مهاجر د اندونیزیا په آچه ایالت کېانځور: Aditya Setiawan via REUTERS

یوه زورونکې وېډیو چې پر ټولنیزو رسنيو ډيره لاس په لاس شوې، پکې ستړي ستومانه روهنګيا مهاجر ښودل کيږي چې د سفر پرمهال د اوبو د نه درلودلو له کبله ضعیف او ډنګر شوي دي. ډيری دغه مهاجر ژاړي او د مرستې غوښتنه کوي.

دغه مهاجر د دوشنبې په ورځ د اندونیزیا په شمال کې د مورا تيګا ولسوالۍ اوجونګ پايي ساحل ته ورسېدل.

 

اسوشتید پریس، د فوزي په نوم د ځايي پولیسو د یو چارواکي له قوله ليکي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون دغه روهنګيايي مهاجر چې شمیر ېې لږ تر لږه ۱۸۵ تنه رسیږي د دوشنبې په ورځ له لرګيو جوړې ېوې کښتۍ څخه په ساحل اوجونګ پايي ساحل کې ښکته شول.

فوزي وويل چې دغه مهاجر ډير ضعیف شوي دي: «دوی په سمندر کې څو اوونۍ د اوبو د نه درلودلو او ستړيا له کبله ډير ضعیف شوي دي.»

د ملګرو ملتونو یوه موسسه چې د دغو مهاجرو د معلوماتو په لټه کې ده د سه شنبې په ورځ ېې خبرداری وکړ چې کېدای شي د مهاجرو شمیر ډير وي.

په لسګونو روهنګیایې مهاجر د اندونیزیا ټاپو ته رسیدلي دي

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمشنرۍ څخه محمد رافکي سيوکري وویل، د دغه سازمان د رپوټ پر اساس د روهنګیا مهاجرو یوې ۱۹۰ کسیزې ډلې د ېوې میاشتې له پاره په یوه کښتۍ کې په آندامان سمندرګي کې حرکت پيل کړی. هغه وويل، دوی پلټنه کوي چې آیا د اندونیزیا ساحل ته د دوشنبې په ورځ رسيدلي مهاجر هماغه دي که نور. هغه وویل چې سازمان به د معلوماتو د ترلاسه کولو له پاره د روهنګيا ژبې ژباړونکي او مشاوران وګماري.

اندونیزیا ته رسيدلي مهاجر - انځور د ۲۰۲۲م کال د دسمبر په ۲۶مه اخیستل شوی
اندونیزیا ته رسيدلي مهاجر - انځور د ۲۰۲۲م کال د دسمبر په ۲۶مه اخیستل شویانځور: Amanda Jufrian/AFP

د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي د روهنګیايانو په اړه وويل: «د دوی په مبدا هیواد کې د دوامداره جګړو او ناډاډمنه وضعیت له کبله، دا ممکنه ده چې د امن ځایونو د موندلو په موخه مهاجرتونو ډير شي.»

ايا روهنګيا مسلمانان تر شړلو ۳ کاله وروسته هير سوي؟

د آراکان پروجيګټ مشر کریس لیوا، چې د میانمار روهنګیايي مهاجرو د ملاتړ له پاره کار کوي، هم تائيد کړې چې د دوشنبې په ورځ د روهنګيا مهاجرو یوه ۱۹۰ کسيزه ډله د اندونیزیا اوجونګ پای ساحل ته رسيدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنر د روهنګيا مهاجرو ېوې لادرکه شوې کښتۍ په هکله اندېښنه ښکاره کړې کومه چې شاوخوا ۱۸۰ کسان په کې سپاره ول. دغې کښتۍ د نومبر په وروستيو کې سفر پیل کړی وو او په اړه ېې داسې انګیرنه هم موجوده ده چې پکې سپاره مهاجر به په احتمال سره مړه شوي وي.

د روهينګيا مهاجرو په کمپ کي ستره اورلګيدنه

په ۲۰۱۷م کې په ميانمار کې د روهنګیا مسلمان لږکيو پر وړاندې د راولاړو شوو تاوتریخوالو وروسته نژدې يو ميلیون روهنګیایان ګاونډي هیواد بنګله دیش ته مهاجر شول. دوی له هغه ځایه اندونیزیا پر لور مهاجرتونه کوي.

بشري سازمانونه وايي سږکال د هغو روهنګيايي مهاجرو شمیر چې په کښتیو کې له بنګله ديشه وځي، د تیرکال په پرتله څه باندې پنځه برابره لوړ شوی چې مجموعي شمير ېې نژدې ۲۴۰۰ بولي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

له آرشیف څخه یو معلوماتي انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب