1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا روهنګيا مسلمانان تر شړلو ۳ کاله وروسته هير سوي؟

۱۳۹۹ شهریور ۴, سه‌شنبه

له خطر سره مخامخ ولسونو له پاره الماني سازمان ويلي دي چي د روهنګيا مهاجرو حالت اوس ډير خراب دی. ترهغه وروسته چي د ميانمار حکومت ۳ کاله دمخه د هغوی تابعيت، ټاټوبي، ملکيت او عزت واخيستي، هغوی اوس په بنګله ديش کي مهاجر دي.

https://p.dw.com/p/3hTU6
Bangladesch Rohingya Flüchtlinge
انځور: Reuters/S. Vera

له خطر سره مخامخ ولسونو سازمان،GfbV د ميانمار او بنګله ديش په کمپونو کي د روهنګيا مسلمانو مهاجرو ډير خراب حالت ته بيا د جهانيانو توجه رااړولي ده.

د دغي ټولني اجرائيه رييسي، ياسنا کوسيويچ وويل، چي «په سختو ډکو کمپونو کي د روهنګيا مسلمانو مهاجرو وضعيت ډير خراب او هغوی ډير مايوسه دي.»

پوره درې کاله دمخه، د ۲۰۱۷م کال د اګست پر ۲۵ د ميانمار پوځ د ۷۰۰۰۰۰ روهنګيايان په شړلو، تعقيبولو او بې غزته کولو باندي شروع وکړه.

له هغه راهيسي د ژوندي پاته سوو کسانو حالت ورځ په ورځ خرابيږي. د ميانمار حکومت نه يوازي د هغوی تابعيت، ټاټوبي، ملکيت او عزت واخيستي، بلکي ډيري يې ووژل هم. په عوض د دې چي روهنګيا د يوه ولسي ګروپ او مليت په حيث په رسميت وپيژني او په ټاټوبي کي يې امنيت تضمين کړي، د پاتو کسانو د راتلونکي له پاره هم هيڅ نوع اميدواري نه ورکوي.

د اروپا د روهنګيا قونسله، له خطر سره د مخامخ ولسونو سازمان،GfbV افتخاري غړې او د کوچنيانو ډاکتره، امبيا پروين وايي چي «په کمپونو کي ناميد کوونکي او خراب حالت نور د زغمولو وړ نه دی.» په خبره يې په زرونو انسانان د رواني او فزيکي لحاظه تر سخت فشار لاندي دي. د دې تر څنګ هغوی د سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ او هم تر ډيپريشن لاندي دي.

د پروين په خبره د تاسف ځای دادی چي هيڅوک اوس د رونګيايي کوچنيانو او ښځو په مقابل کي د جنايتونو څخه خبري نه کوي، کوم چي تر ټولو عاجل کومک ته ضرورت لري. يوه مؤقتي سرپناه، غذايي مواد او اوبو ور رسول يو دايمي حل نه دی. پروينه بيا وايي، «د کمپونو  خلګ نه سي کولای ازادانه تګ راتګ او سفر وکړي. کوچنيانو ته د تعليم وتربيې زمينه نه ده برابره او لويان اجازه نه لري کارونه وکړي. د صحي خدماتو او انترنيت څخه اکثراً محرومه دي. د داسي خراب حالت عواقب نو هلته د نابالغه کسانو جبري ودونه، انساني تجارت او بدلمني ده.»

روهنګيا مسلمانان د ميانمار د څو مليتيي هيواد يو د ۱۳۵ اقليتونو له جملې څخه دي. د هغوي سره له لسيزو راهيسي په سيسټماتيک ډول تعصب کيږي.