1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

د روهينګيا مهاجرو په کمپ کي ستره اورلګيدنه

۱۴۰۰ فروردین ۳, سه‌شنبه

د بنگله دېش د کوکس بازار د پناه غوښتونکو په کمپ کي چې د ميانمار په سلونو زره روهینګیا مهاجر مېشته دي، سخت اور لګيدلی وو. هلته په زرونو مهاجرو کوډلې او خېمې سوځېدلي دي.

https://p.dw.com/p/3qzly
Bangladesch Rohingya Flüchtlingslager
انځور: AA/picture alliance

په بنګله ديش کي د روهینګیا مهاجرو په کمپ کې د سترې اور لګيدنې له کبله په زرونو مهاجر د اوسیدلو له جونګړيو بې ځايه شوي دي.

د بنگله دېش د چارواکو د معلوماتو له مخې دغه اور د دوشنبې په ورځ د کوکس بازار د مهاجرو کمپ په مرکزي برخه کې لگېدلی او وروسته هري خوا ته پراخ شوی دی.

چارواکو ويلي دي چې دوی د سې شنبې په شپه توانېدلي دي چي دغه اور خاموشه کړي.

دغه اور د کوکس بازار کمپ په هغه برخه کې لگېدلی دی چې نږدې ۱۵۰ زره مهاجر پکښې اوسېږي.

يوه دولتي چارواکي ويلي دي چې د لومړنيو ارزيابيو له مخي په دغه اورلگېدنه کې نږدې ۹۵۰۰ کوډلي يا سرپناه وي ويجاړي شوي دي. د لومړنيو راپورونو له مخي تر اوسه پوري په دې پېښه کې د مرگ ژوبلي خبر نه دی ورکړل شوی.

Bangladesch Feuer in Cox's Bazar
انځور: Str/REUTERS

د اور لګيدنو لړۍ

د اطفائيې يوه وياند ويلي دي چې دا په تيرو څلورو ورځو کې په دغه مهاجر کمپ کې دريمه اور لګيدنه ده. د مهاجرو له پاره د ملگرو ملتونو د عالي کميسارۍ د معلوماتو له مخې د اور لمبو هلته روغتيايي مرکزونه او د پالني ځایونه هم له منځه وړي دي.

د کاکس بازار دغه کمپ پر ۳۰۰۰ هکټاره مځکي مساحت موقعیت لري. په دغه سیمه کي تقريباً يو ميليون روهینګيايي مهاجر په ډيرو ناوړه شرايطو کې په خپل لاس جوړيو شويو خېمو يا کوډلو کې ژوند کوي.

د دغه کمپ ډېر اوسېدونکي مسلمان روهينگيا دې چې په ۲۰۱۷م کال کې د ميانمار پوځ د تهاجمې عملياتو پرمهال له خپلو مېنو څخه بنگله دېش ته وتښتېدل. کوکس بازار کمپ په نړۍ کي تر ټولو ستر مهاجر کمپ بلل کيږي.

ملګرو ملتونو پر مسلمان روهينګيايانو په خپل هيواد کې شوي ظلمونه د نسل وژنې په توګه ګڼي. د هغوی ډېری د ۱۹۸۳م کال د تصويب شوي قانون له مخې د ميانمار له تابیعت څخه محرومه شوي دي.

ددغه مسلمان اقليت د تعقيبولو له کبله د ميانمار پر پوځ په نړيواله کچه سختي نيوکي شوي دي.