1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لسګونو روهنګیایې مهاجر د اندونیزیا ټاپو ته رسیدلي دي

۱۳۹۹ شهریور ۱۷, دوشنبه

نږدې ۳۰۰ روهنګیاې اتباع د اندونیزیا د آچي ایالت یوه ساحل ته رسیدلي دي. دغه کسان د پولیسو، پوځ او سره صلیب د رضاکارانو له خوا د عملیاتو په ترڅ کې ژغورل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3i7Fz
Indonesien Provinz Aceh | gestrandete Rohingya
انځور: picture-alliance/AP Photo/Z. Maulana

د سیمه ایزو اوسیدونکو په حواله د روهنګیایي مسلمانانو دغه ډله د یوې کشتۍ په وسیله د یوننګ بلانګ ساحل ته رسیدلي دي.
د دې سیمې یوه نظامي چارواکي روني ماهیندرا، وویل چې دغه مهاجرو به بندا ساکتي ولسوالۍ ته تر رسیدو وروسته په دریو ډلو وویشل شي. نوموړي وویل: «مونږ دوی ته د ځان رسولو کوښښ کوو او د سیمه ایزو خلکو مرسته مو هم ترلاسه کړې ده. د سیمې خلکو ته مو وویل چې د دغو شاوخوا درې سوه روهنګیایانو د یوځای کولو په برخه کې له مونږ سره مرسته وکړي.»
د رپوټونو په حواله سیمه ایز پولیسو، پوځ او د روغتیایي اسانتیاو برابرونکو رضاکارانو مجموعأ ۱۸۱ ښځو ، ۱۰۰ نارینه او ۱۴ ماشومانو ته د استوګنې بندوبست کړی دی.
د روان کال په جون میاشت کې هم اندونیزیایي کب نیونکو ۹۴ ناتوانه او وږي روهنګیايې اتباع د آچې ایالت په ساحلي سیمه کې پیدا کړي ول. دغه کسان هم په یوه لرګینه کشتۍ کې سپاره وو او ځانونه یي دې ځای ته رسولي وو.

میانمار چې پخوا به ورته برما ویل کیده او د نفوسو ډیره لویه برخه یي بودایي مذهبه دي د مسلمانانو پرضد په کې تر پوځي عملیاتو وروسته په لسګونو زره کسان ګاونډي هیواد بنګله دیش ته مهاجر شول.

دوی مجبوره دي تر ګنجایش زیات ډکو کمپونو کې له مشقت او کړاونو ډک ژوند تیر کړي.

د بشري حقونو فعالان او سازمانونه انديښمن دي چې په ډیر لوړ شمیر کې سمندر ته مخه کونکي روهنګیا مسلمانان له یوې خوا په میانمار کې له ظلم، تیري او تعقیب سره مخامخ دي او له بلې خوا یو شمیر هغه کسان چې توانیدلي دي، خپل ژوند وژغوري او ځانونه یي بنګله دیش ته رسولي دي د مهاجرو په کمپونو کې له ډیر ناخوال وضعیت سره مخامخ دي.

روهنګیا مسلمانان په دې کمپونو کې له ډيرو سختو مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي. له دې وضعیت څخه په استفادې سره انساني قاچاقبران دوی ته د ښه ژوند او راتلونکي په خاطر بهرنیو هیوادونو ته د دوی د استولو وعده ورکوي او له دوی څخه پيسې شکوي.

خو د کارپوهانو په باور د روهنګیا مسلمانانو راتلونکی لا زیاته تیاره معلومیږي.

دویچه ویله: ش.ن/ م. ق. ن