1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بخښنې نړیوال سازمان: تیر کال ایران کې ۸۵۳ کسان اعدام شوي

۱۴۰۳ فروردین ۱۶, پنجشنبه

د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې د ټول هیواد په کچه له اعتراضونو وروسته په ایران کې اعدامونه په بې ساري ډول ډیر شوي دي. نوموړي سازمان له نړیوالې ټولنې او المان څخه غوښتي چې د ایران حکومت دې حساب ورکولو ته را وبولي.

https://p.dw.com/p/4ePpn
Symbolbild Iran Hinrichtung
ایران کې اعدامونه په بې ساري ډول ډیر شوي ديانځور: Loredana Sangiuliano/SOPA Images via ZUMA Press Wire/picture alliance

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل تازه رپوټ کې لیکلي دي چې یوازې په تیر ۲۰۲۳ میلادي کال کې په ایران کې ۸۵۳ تنه اعدام شوي دي. دغه شمیر د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۴۸ سلنه زیاتوالی ښیې.

د نوموړي سازمان له نظره د اعدامونو د ابعادو پراخوالی ښیې چې د«ښځه، ژوند، آزادي» تر غورځنګ وروسته ایراني چارواکو «د خلکو په منځ کې د ویرې او وحشت رامنځته کولو او د خپل قدرت ساتلو» په خاطر په مخ پر ډیریدونکي ډول د اعدام له مجازاتو څخه استفاده کړې ده.

تر نیمایي ډیر اعدامونه د نشه یي توکو په ارتباط جرایمو په برخه کې عملي شوي دي چې د ۲۰۲۲م کال په نسبت ۸۹ سلنه او د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۲۶۴ سلنه زیاتوالی ښيې. یوازې د روان میلادي کال له پیل څخه د مارچ تر ۲۰ نیټې پورې ۹۵ تنه اعدام شوي. د بخښنې نړیوال سازمان اټکل کوي چې واقعي ارقام شاید تر دې ډیر زیات وي.

«د ایران له حکومت څخه دې حساب وغوښتل شي»

نوموړي سازمان د نشه یي توکو اړوند جرمونو په برخه کې په پراخه پيمانه د اعدام له سزا څخه استفاده، هغه هم د «خورا غیر عادلانه قضایي بهیر په لړ» کې د یراني چارواکو له لوري له واک څخه ښکاره ناوړه استفاده بللې ده.

رپوټ ټينګار کوي چې د نړیوالو قوانینو په اساس چې د اعدام سزا نباید د مخدره موادو د جرایمو له پاره وټاکل شي. په ډیری مواردو کې دغه اعدامونه په پټه او بې له دې چې د تورنو کسانو کورنۍ او مدافع وکیلانو ته یې اطلاع ورکړل شي، عملي کیږي.  

ایمنیسټي انټرنیشنل له ایراني چارواکو وغوښتل چې د اعدام سزا دې لغوه کړي او «جعلي محکمو» ته دې د پای ټکې کیږدي. دغه سازمان له نړیوالې ټولنې او د المان له حکومت څخه هم غواړي چې «په نهایت کې د لغوه کیدو په موخه دې د اعدام له ځنډولو» څخه دفاع وکړي. 

په المان کې د بخښنې نړیوال سازمان د سرمنشي مرستیال کریستین میر په دې هکله وایي: «په ایران کې ډله ایز اعدامونه باید د ایران د حکومت له پاره د لمس وړ پایلې ولري، که نه نو ایراني چارواکي به جرائت پیدا کړي چې په راتلونکو کلونو کې زرګونه نور کسان به بې له محکمې څخه اعدام کړي.»

کریستین میر، د المان پر حکومت غږ وکړ چې «په المان کې د ایراني چارواکو د حساب ورکولو له پاره» دې «د عدالت غوښتې له نړیوال قانون» څخه استفاده وکړي.  

دا اونۍ به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان د ایران په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي او څیړنیز کمیسیون د ماموریت غځولو په اړه رایه اچونه وکړي. د بخښنې نړیوال سازمان د دواړو د ماموریت پر دوام ټینګار کوي او وایي چې «باید په ایران کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کیدلو په اړه لا زیات شواهد راټول کړل شي».

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح