1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران د اعتراضونو په تړاو ۳ کسان اعدام کړي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۹, جمعه

ایراني چارواکو د جمعې په ورځ درې نارینه اعدام کړل. د ایران قضايي قوې ويلي دي چې دغه کسان د مهسا اميني د مړينې په تړاو تېرکال د اصفهان ښار په یو اعتراض کې د امنيتي ځواکونو په وژنه کې ښکيل ول.

https://p.dw.com/p/4RYtn
Isfahan Haus
صالح میرهاشمي، مجید کاظمي شیخ شبانی او سعید یعقوبانځور: UGC

د فرانسې خبري آژانس اعدام شوي کسان د مجید کاظمي، صالح میرهاشمي او سعيد یعقوبي په نومونو ښودلي دي.

دغه آژانس د جمعې په ورځ (۲۰۲۳م کال د می ۱۹) د ایران په قضا پورې د اړوندې ويب پاڼې ميزان آنلاین، له قوله لیکي چې دغو کسانو تېرکال په اصفهان ښار کې د یو اعتراض پر مهال د ېوه ټوپک په کارولو محکوم شوي چې په ترڅ کې ېې دري امنيتي ځواکونه ووژل شول.

میزان ویب پاڼه په خپل خبر کې د هغوی دغه اقدام یو تروریستي عمل بللی او زیاته کړې يې ده چې عامیلنو دمخه په خپلو کې همغږي درلوده او د «وسلې په رايستلو سره ېې د خلکو او پولیسو پر لور ډزې کړي دي.»

ورته نور ولولئ:  ایران: د زندان مخې ته د اعتراضونو په دلیل اعدامونه عملي نه شول

سرچينه زیاتوي چې دغه حمله د تېرکال د لړم میاشتې پر ۲۵ وشوه چې پکې دري امنيتي ساتونکي ووژل شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ له ایرانه وغوښتل چې د مهسا اميني د مړېنې په تړاو اعتراضونو کې د درو ګډونوالو د اعدام حکم دې نه عملي کوي.

دغو درو کسانو د چهارشنبې په ورځ له خلکو د ملاتړ غوښتنه کړې وه او په لاس لیک شوي لیک کې ېې ويلي ول: «دوی مه پرېږدئ چې موږ ووژني.»

ایران نن په داسې حال کې د درو تنو د اعدام خبر ورکوي چې د بشري حقونو نړېوالو سازمانونو په ایران کې د اعدامونو ډېرښت ته په کراتو اندېښنه او غبرګون ښودلی دی.

ورته نور ولولئ:   په نړۍ کي د اعدامونو شمېر اوج ته رسېدلی دی

د هينګاو (Hengaw) په نوم د بشري حقونو د یو سازمان د ارقامو پر اساس، د ایران چارواکو د پنجشنبې په ورځ په خپل وروستي اقدام کې د دغه هیواد په مختلفو زندانونو کې ۱۲ کسان د قتل او مخدره موادو په جرمونو اعدام کړي دي.

آژانسونه/ دويچه ويله ف/م.ک.ص./ن.ز.

دلته پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: