1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د ایران په اعدامونو کې د رئيسې له نقش څخه خبر یو

۱۴۰۰ تیر ۱, سه‌شنبه

د آلمان د دولت ویاند ویلي دي چې د دغه هیواد حکومت په اعدامونو کې د ايران د نوي جمهوررئيس د رول په اړه معلومات لري. زایبرت د رئيسي ټاکل کیدو ته د میرکل مبارکۍ په اړه پوښتنې ته ځواب نه دی ویلې.

https://p.dw.com/p/3vJZW
Steffen Seibert
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان د دولت ویاند شتیفن زایبرت، د دوشنبې (جون میاشتې ۲۱ نیټه) په ماښام په برلین کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې آلمان په ایران کې د اعدامونو په برخه کې د نوي ولسمشر ابراهیم رئيسي د نقش په اړه اطلاع لري.

آلمان یو وار بیا په ایران کې د جمهوري ریاست د ټاکنو په بهیر کې د نوماندانو د منل کیدو پر بهیر انتقاد وکړ. زایبرت وویل: «په ایران کې د جمهوري ریاست ټاکنو له پاره د نوماندانو د انتخابولو بهیر په هیڅ صورت له هغه تصور سره چې موږ یې له آزاد او عادلانه ټاکنو څخه لرو، مطابقت نه درلود. اوس به ډیره توجه په ویانا کې روانو اټومي مذاکراتو ته وي.»

زایبرت په برلین کې د خبري کنفرانس په جریان کې د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د آلمان صدراعظمه به د رئيسي د انتخابیدو مبارکي ورکړي او که څنګه؟ ځواب وکړ چې هغه «په دې ارتباط ویلو ته څه نه لري.»

د آلمان د حکومت ویاند کوم دلیل وړاندي نه کړ او یوازې یې وویل چې هغه د انتخاباتو شرایط تشریح کړي دي او فعلاً د وین خبرې اترې مهمې دي او د ایران راتلونکی ولسمشر به هم په هغې کې نقش ولوبوي.

د ابراهیم رئيسي په ټاکل کیدو سره د لوېدیځ په رسنیو او سیاسي محفلونو او همدارنګه د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو کې په ایران کې د بشري حقونو وضعیت او هغه (۱۳۶۷)اعدامونه چې رئيسي د «مرګ هيئت» په توګه پکې نقش درلود ډیر مطرح کیږي.

د آلمان د بشري حقونو د چارو مسؤل بربل کوفلر، ویلي دي: «د ایران منتخب ولسمشر تر اوسه پورې د خپل تیر وخت او له بشري حقونو څخه د ښکاره سرغړونې په هکله توضیحات نه دي ورکړي.»

کوفلر په خپل تویتر کې لیکلي دي: «د ایران د خلکو فریاد چې د آزادۍ او بشري حقونو غوښتونکي دي، باید واوریدل شي.»


د آلمان د بشري حقونو د چارو مسؤل همدارنګه په خپل تویتر کې لیکلي دي چې بشري حقونه د بحث وکړ نه دي او ایران په نړیواله کچه وعده کړې ده چې هغې ته به ژمن پاتې کیږي.