1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهایران

ایران خپل هیواد کې د اعدام د لوړ شمیر پړه په افغانستان اچوي

۱۴۰۲ مهر ۸, شنبه

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې د ایران د سویل لویدیځ په یوه زندان کې بندیانو په داسي حال کې اعتراض کړی او زندان ته یې اور ورته کړی چې د خپل ملګري د اعدام حکم یې اوریدلی دی.

https://p.dw.com/p/4X00l
ایران کې د اعدامونو شمیر لوړ شوی دی
ایران کې د اعدامونو شمیر لوړ شوی دیانځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

دا پیښه په داسي حال کې رامینځته شوې چې په ایران کې د اعدام د حکمونو شمیر مخ په ډیریدو دی.

د ایرنا د راپور له مخې د زندانونو د عموميریاست له قوله د یو شمیر بندیانو له نښتې وروسته د لنډې مودې لپاره په زندان کې وضعیت بې ثباته و خو د زندان ساتنکو سمدستي زندانیان ارام کړي او د زندان فضا بیرته عادي شوې ده .

د مهر نیمه خبري آژانس د خبر له مخی د خوزستان ولایت د رامهرمز په زندان کې یو شمیر بندیانو وروسته له هغې ډزې پیل کړې چې یوه بندي ته د مرګ سزا صادره شوه او د ډزو غږونه هم اریدل شوي ول.

ایران چې له چین وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیات اعدامونه ترسره کوي، دغه هیواد ډېر ځله د بشري حقونو ډلو له نیوکو سره مخ شوی دی.

د بښني نړیوال سازمان د جون میاشتې په راپور کې کاږي چې ایراني چارواکو سږ کال لږ تر لږه ۱۷۳ کسان په سیستماتیک ډول له غیر عادلانه محاکمې وروسته اعدام کړي دي، چې دا شمېره د تیر کال په پرتله  نږدې درې برابره ده.

ایران په نړۍ کې د تریاکو اصلي تولیدونکی ګاونډی هېواد افغانستان د زیاتو اعدامونو د شمیر له کبله پړ بولي، دا ځکه چې د دغه هېواد له لارې د نشه يي توکو د قاچاق په تور د اعدامد حکم صادرلو شمیر لوړ ځي.

تهران هم پر خپل حقوقي سیسټم نیوکې ردوي او وايي چې هغه د اسلامي قوانینو په اړه د غربي حقوقي ډلو له خوا د نه پوهاوي پر بنسټ ولاړه خبره ده.