1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

د ایران ولسمشر پاکستان ته سفر کوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲, یکشنبه

ټاکل شوې چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به روانه اونۍ پاکستان ته سفر وکړي. اسلام آباد د یکشنبې په ورځ وویل چې په سیمه کې دوه مسلمان ګاونډیان پر یو بل د توغندیو تر بریدونو وروسته د اړیکو د ښه کولو تلاش کوي.

https://p.dw.com/p/4f1ni
Pakistan Iran | Einweihung des ersten Marktes an der Grenze
آرشیف انځور: د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسيانځور: Pakistan Prime Minister Office/AP Photo/picture alliance

پاکستان ته د ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي سفر داسې مهال کیږي چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو اړیکي د روان کال په جنوري میاشت کې د یو بل پر خاوره باندې تر بریدونو وروسته خرابې شوې وې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په خبره، د ایران ولسمشر به د دوشنبې څخه تر چهار شنبې ورځې پورې په پاکستان کې په رسمي سفر بوخت وي. دغه سفر داسې مهال هم کیږي، چې په سیمه کې د ایران او اسرائیلو ترمنځ هم اړیکي په تر ټولو خراب وضعیت کې دي.

پاکستان د روان کال د جنورۍ میاشتې راهیسې دغه هیواد ته د ایراني ولسمشر د سفر په هکله خبرې کولې او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا تیره اونۍ ویلي ول چې دغه سفر به ډیر ژر وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، پاکستان ته د سفر پرمهال به د ایران ولسمشر د پاکستان له ولسمشر، لومړي وزیر، د سنا جرګې او د پارلمان له مشرانو سره هم ملاقاتونه ولري. دغه وزارت په یوه خبر پاڼه کې زیاته کړې چې «دوی به سیمه ایز او نړیوال مسایل، دوه اړخیزې اړیکې او د ترهګرۍ له ګډ ګواښ سره د مبارزې په هکله خبرې وکړي.»

په اعلامیه کې همدا راز زیاته شوې چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به د پاکستان لاهور او کراچۍ په ګډون نورو لویو ښارونو ته هم سفر وکړي او په دوه اړخیزو او سوداګریزو اړیکو به تمرکز وکړي.

ایران او پاکستان د خرابو اړیکو تاریخ لري، خو د روان میلادي کال د جنورۍ په میاشت کې یو پر بل د توغندیو بریدونه، د دواړو هیوادونو ترمنځ د کلونو راهیسې تر ټولو جدي پیښې وې.

آژانسونه: خ.ح/ ش.ن

آيا له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د ستنيدو وخت رارسيږي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب