1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

د ایران پر خاوره د پاکستان ځوابي بریدونو کې ۷ کسان وژل شوي

۱۴۰۲ دی ۲۸, پنجشنبه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په سیستان بلوچستان ایالت کې د «ترهګرو پر پټنځایونو» د دقيقو هدفمندو پوځي عملیاتو خبر ورکړی دی. د ایران د یوه امنیتي چارواکي په وینا «دری ښځې او څلور ماشومان چې ایراني اتباع نه ول» وژل شوي.

https://p.dw.com/p/4bP0E
Pakistan greift Ziele im Iran an
انځور: Tasnim

پاکستان اعلان کړی دی چې د دغه هیواد پر خاوره د ایران د توغندیز برید په ځواب کې یې په ایران کې د افراطي ملیشه و پر مرکز برید کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبه په ورځ (۲۰۲۴م کال د جنورۍ ۱۸) ویلي دي چې د «ایران په سیستان بلوچستان ایالت کې یې د ترهګرو پر پټنځایونو هدفمند او دقیق پوځي بریدونه کړي دي». نوموړي وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې ده چې په دغو بریدونو کې څو تنه «ترهګر» وژل شوي دي.

وزارت زیاته کړې ده: «پاکستان د ایران د ځمکني بشپړتیا او حاکمیت ته پوره درناوی کوي». اسلام آباد ټینګار کوي چې دغه بریدونه یوازې د پاکستان د امنیت په سبب شوي دي.

مخکې تر دې د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي ول چې د دغو بریدونو هدف په ایران کې «د پاکستان ضد ملیشه ډلې» وو.

د مهر خبري آژانس له پاکستان سره په پوله د سیستان بلوچستان ایالت په سراوان ښار کې د بې پيلوټه الوتکې او توغندیز برید خبر ورکړی دی. مخکې تر دې د ایرنا خبري آژانس د دغه ښار په اطرافو کې د چاودنو خبر ورکړی وو.

د ایران او افغانستان تر منځ د اوبو لانجې تر شا مسله څه ده؟

د نوموړي ولایت د والي امنیتي مرستیال علي رضا مرحمتي په وینا د پاکستان په توغندیزو بریدونو کې په یوه سرحدي کلي کې اووه کسان «دری ښځې او څلور ماشومان) چې ایراني اتباع نه ول وژل شوي دي.

ایراني رسنیو رپوټ ورکړی، چې سپاه پاسداران د سه شنبې په ورځ د پاکستان په خاوره کې د «جیش العدل ډلې دوه مرکزونه» په توغنديو سره په نخښه کړي دي. پاکستان د دغو بریدونو په غبرګون کې ایران د پاکستان په خاوره کې د دوو ماشومانو په وژنې تورن کړ او له تهران څخه یې خپل سفیر ور وغوښت.

جیش العدل په ۲۰۱۲م کال کې په پاکستان کې د یوې تندلارې سني ډلې د یوه مشر له خوا تاسیس شو. په دې وروستیو کې نوموړي ډلې په ایران کې ډېر بریدونه کړي دي. ایران دغه ډله د ترهګریزو سازمانونو په کتار کې راوستلې ده.

په تیر ډسمبر مياشت کې دغې ډلې د ایران په سویل ختیځ راسک ښار کې د هغه برید مسئولیت پر غاړه واخیست چې ۱۱ کسان پکې ووژل شول.

پاکستان او ایران یو پر بل تور لګوي چې افراطي ډلو ته پر نورو د برید کولو له پاره له خپلې خاورې څخه د استفادې کولو اجازه ورکوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز