1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

ایران: د نهو پاکستاني اتباعو د قتل په اړه تحقیقات پيل شوي

۱۴۰۲ بهمن ۸, یکشنبه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په ایران کې د خپل هېواد د اتباعو د قتل دوسيې ته د فوري رسېدګۍ غوښتنه کړې. ایران منلې چې په سراوان ښار کې ۹ پاکستاني اتباع په ډزو وژل شوي او ۳ ټپیان شوي او وايي په هکله ېې تحقیقات پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/4bllg
Sprecher des iranischen Außenministeriums Naser Kanaani
انځور: jamaran

د رويټرز خبري آژانس په حواله، په تهران کې د پاکستان سفير د شنبه په ورځ وويل چې د ایران په سیستان بلوچستان ایالت په سراوان ښار کې د ۹ پاکستاني اتباعو په وژنې سره «ډېر شوکه» شوی دی.

سفير محمد مدثر تیپو، دغه پېښه وحشتناکه بللې ده. هغه ويلي دي: «په ایران کې د پاکستان سفارت به د وژل شوو کسانو له کورنيو څخه بشپړ ملاتړ وکړي او له ایران څخه مو غوښتي چې دغې قضيې ته د رسيدګۍ له پاره دې بشپړه همکاري وکړي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، جلیل عباس جیلاني
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، جلیل عباس جیلانيانځور: Amer Hilabi/AFP/Getty Images

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هم پر اکس (پخواني ټويټر) شبکه په ایران کې په «ېوه تروریستي حمله» کې د خپل هېواد د اتباعو پر وژنه خپګان ښودلی دی. جليل عباس جیلاني ټینګار کړی چې «دغه شنیع حمله د ایران او پاکستان تر منځ د روابطو د خرابوالي په موخه یوه هڅه ده چې زموږ د ګډو دښمنانو له خوا شوې ده.»

جيلاني د پېښې د قربانیانو له کورنيو سره د غمشريکۍ تر څنګ، له ایراني چارواکو غوښتي چې د دغو پاکستاني اتباعو د قتل دوسيې ته دې فوري رسيدګي وکړي.

د ايران د خارجه وزارت ویاند، ناصر کنعاني هم د سراوان ښار په څنډه کې دغه «وسلوال اقدام» په کلکه غندلي دی او د پاکستان حکومت او د قربانيانو له کورنيو سره ېې خپله غمشريکي ښودلې ده.

په ایران کې د تسنیم خبري آژانس د رپوټ پر اساس، کنعاني وويل چې د پېښې په تړاو تحقیقات پيل شوي دي. هغه وويل: «ایران او پاکستان به دښمنانو ته د دې اجازه ورنکړي چې د دواړو هېوادونو دوستانه اړيکو ته زیان ورسوي.»

د هالویش په نوم د بشري حقونو یوې ويب پاڼې په سراوان ښار کې د شنبې په شپه د وژل شوو ۹ پاکستاني اتباع نومونه خپاره کړي دي. دغې ويب پاڼې دغه افراد د ملک اظهر، محمد شعیب، محمد عاصف، محمد اکمل، محمد ابوبکر، شهریار، محمد بشیر، محمد زبیر او د محمد شهزاد په نومونو ښودلي دي.

په دغه پېښه کې درې تنه نور ټپیان شوي هم دي چې نومونه يې محمد اصغر، اشفق او عثمان دي.

د ایران په سیستان بلوچستان ایالت کې چې پاکستان سره ګډه پوله هم لري دغه خونړۍ پېښه داسې وخت رامنځ ته کيږي چې په وروستيو ورځو کې پاکستان او ایران د یو بل په خاورو کې توغندیزې حملې وکړې. دواړه هېوادونه وايي چې په دغو حملو کې ېې د اورپکو پټنځایونه په نخښه کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل