1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

پر ایران تر حملې وروسته پاکستان بېړنۍ امنيتي غونډه کوي

۱۴۰۲ دی ۲۹, جمعه

د پاکستان صدراعظم نن د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو ادارې له مشرانو سره بېړنۍ امنيتي غونډه کوي. دغه غونډه د ایران خاوره کې د پاکستان هغو هوايي بریدونو وروسته کيږي چې وايي اورپکي ېې پکې په نخښه کړي.

https://p.dw.com/p/4bRb0

د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ، د جمعې په ورځ (د جنوري ۱۹) د پوځ او استخباراتو له مشرانو سره دغه ډول په ندرت سره جوړېدونکې غونډه د ایران او پاکستان تر منځ د وروستیو پوځي تحرکاتو په ادامه رابللې.

د دواوړو هېوادونو تر منځ د بلوچستان په سرحدي سیمه کې دغو تحرکاتو د وضعیت لاخرابوالي ته لمن وهلې ده کوم چې وار دمخه د اسرائيل او حماس تر منځ پيل شوې جګړې له کبله خراب شوی دی.

دغه پوځي تحرکات لومړی د ایران له خوا پیل شول. ایران د سه شنبې په شپه د پاکستان په خاوره کې د ډرون او توغندی حمله وکړه چې په وینا ېې «تروریستي» اهداف ېې پکې په نخښه کړل. پاکستان د ایران دغه حمله وغندله او د پنجشنبې په ورځ ېې د ایران په خاوره کې ورته حمله وکړه. پاکستان هم وويل چې په دغه حمله کې ېې اورپکي په نخښه کړي دي.

تر دغو حملو وروسته ملګرو ملتونو او امریکا متحده ایالاتو د زغم غوښتنه کړې او په ورته وخت کې چين د پاکستان او ایران تر منځ د منځګړيتوب وړانديز کړی دی.

د پاکستان د موقت صدراعظم یوه ویاند، په خپل دفتر کې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «صدراعظم نن د ملي امنیت کميټې يوه غونډه رابللې ده.»

د پاکستان او ایران ترمنځ شخړه - د جنوري په ۱۸مه  د پاکستان له خوا د یو توغول شوي توغندي یوه برخه چې د ایران په خاوره کې لګېدلی
د پاکستان او ایران ترمنځ شخړه - د جنوري په ۱۸مه د پاکستان له خوا د یو توغول شوي توغندي یوه برخه چې د ایران په خاوره کې لګېدلیانځور: Ghani Kakar/DW

د اسلام آباد يو امنيتي چارواکي وويل چې دغه غونډه به ماسپښین پیل شي چې پکې به د پاکستان د پوځ مشر او د پاکستان د استخباراتو ادارې، آی اس آی، مشر ګډون ولري.

انوارالحق کاکړ د نړۍ اقتصادي فورم کې د ګډون له پاره د سويس په داوس ښار کې وو چې د وروستيو حملو وروسته، ېې خپله دغه سفر رالنډ کړ.

د هغه موقت حکومت به د پاکستان راروان عمومي انتخابات اداره کوي چې یوازې درې اوونۍ ورته پاتې دي خو له اوسه په دغو انتخاباتو کې د درغلیو ادعاوې شوي دي.  

د سیاسي چارو شنونکی آفراسیاب خټک دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د ایران او پاکستان ترمنځ به ظاهراً نور بریدونه ونشي خو «تنش به وي او بریدونه خو د دوی آخری ګوزار وي او په اصل کې دوی خپل بریدونه د نیابتي ډلو په ذریعه کوي، او زما خیال دی چې د نیابتي ډلو له لارې به دغه جنګ ادامه ولري.» هغه وايي د ایران او پاکستان په بریدونو کې دواړو خواو ته بلوڅان په نخښه شوي دي.

د خټک په خبره پاکستان او ایران ظاهراً په خپلو کې ښه دي خو په ژوره کې خپل اختلافات لري، ځکه پاکستان له امریکا سره ولاړ دی په داسې حال کې چې ایران د اسلامي انقلاب راوروسته له امريکا سره ښه روابط نه لري.

 (AFP)mks/nz

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل