1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراین: د اوبو او برق ستونزې او د مهاجرت نوو څپو ته تیاری

۱۴۰۱ آبان ۱۸, چهارشنبه

د شرقي اروپا ځېنې هیوادونه د اوکرايني مهاجرو یوې نوې احتمالي څپې ته تیاری نیسي. په عین حال کې روسي قواو د اوکراين پر برېښنايي زېربناو درنو حملو ته ادامه ورکړې چې اوکراین ېې د برېښنا او اوبو له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

https://p.dw.com/p/4JGV3
اوکراینيان د کيف ښار په مربوطاتو کې د لاسي بمبې څاه ګانو ته په کتار کې ولاړ دي - د اکتوبر ۳۱مې ۲۰۲۲ نېټې انځور
اوکراینيان د کيف ښار په مربوطاتو کې د لاسي بمبې څاه ګانو ته په کتار کې ولاړ دي - د اکتوبر ۳۱مې ۲۰۲۲ نېټې انځورانځور: Sam Mednick/AP/picture alliance

روسېې په وروستيو کې د اوکراين پر برېښنايي زېربناوو د ډرون او توغندويو حملې ډيرې کړي دي.

هغه هم په داسې یو وخت کې چې سېمه د هرې ورځې په تېرېدو سره سوړ ژمې ته ورنژدې کيږي. د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زيلنسکي ويلي دي چې اوسمهال ۴ ميليونه اوکراینیان برېښنا ته لاسرسی نه لري.

څیړنه: د نورو په پرتله اوکراین مهاجرو ته ښه هرکلی کیږي

هغه زیاته کړه چې په پلازمېنه کييف کې ۱۴ سېمې بې برقه دي او د اوکراین د برېښنا شبکې بېا ويلي دي چې د چهارشنبې په ورځ به ټول هیواد د برېښنا د ويش په پروګرام کې د برېښنا له اړخه اغیزمن شي.

پر بريښنايي زيربناوو د روسي حملو ادامه؛ له خیرسون ښاره د ملکيانو د فوري وتلو امر

په اوکراین کې د ژمي په موسم کې هوا د سانتيګراډ په حساب تر منفي شل درجو پورې راښکته کیږي او که چېرته وضعیت په همدا ډول ادامه ولري، د برېښنا نشتوالی به خلک له ډيرو سختو ستونزو سره مخ کړي.

د اوکراین په ځينو سیمو کې د برېښنا د قطع کېدو خبرداری

باور پر دې دی چې شاوخوا ۷ اعشاریه ۹ میلیونه اوکراینيان په داخل کې بېځایه شوي دي. اوسني وضعیت ته په کتو د سلواکیا او هنګري په څېر د اوکراین ګاونډي هیوادونه په راتلونکو مياشتو کې د اوکرايني مهاجرو ېوې نوې څپې ته چمتووالی نیسي.

د سلواکيا په شرقي ښار کوشيتسه کې د مرستو همغږی کونکی، رومان دوهوفیچ، (Roman Dohovic) وویل چې د مهاجرو «شمیر د لوړېدو احساس او تمه موجوده ده.»

راتلونکی سوړ ژمی او په خيرسون کې د جګړې شدت

اوکرایني ځواکونه په وروستيو میاشتو کې د روسیې د ځواکونو پر وړاندې د تعرضي حملو په حال کې دي، په داسې حال کې چې روسيه بيا په اوکراین کې د اشغال شوو سېمو د ساتنې له پاره د خپلو ځواکونو پر بیا انسجامولو بوخته ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل